Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د پاکستان په پلازمېنه اسلاماباد کې د قایداعظم پوهنتون کې د محصلینو د دوو ډلو ترمنځ نښته شوې چې له امله یې اووه کسان ټپیان شوي دي.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، په زابل ولایت کې د دوو قومونو ترمنځ شپږ کلنه دښمني پای ته ورسېده.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې رییس په افغانستان کې د سره صلیب فدارسیون له استازي سره له نړۍوالو غوښتنه کړې چې چاپېریالي موضوعات دې نه سیاسي کېږي او د څه باندې ۸۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې ادارې د ۳۲ ځنډول شوو چاپېریالي پروژو کارې دې بېرته پیل شي.
د ملي دفاع وزارت وایي، د ۲۰۳ منصوري قول اردو ځواکونو د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې یو شمېر وسلې او مهمات نیولي دي.
بلوچستان کې ناپېژانده وسلهوالو د ډبرو سکرو پر یوه کان برید کړی چې له امله یې د درېیو افغانانو په ګډون، شل کسان په ډزو وژل شوي او اووه تنه نور ټپیان دي.
د پيټياېم مشر د خیبر پښتونخوا له اعلی وزیر عليامین ګنډاپور سره تر لیدنې وروسته ویلي، د پښتنو جرګه به پر خپل وخت په امن ترسره کېږي او ګنډاپور ویلي، جرګه چې هره پرېکړه وکړي، دی به یې د اعلی وزیر په توګه ملاتړ کوي.
د ترکیې د یوه هوایي شرکت الوتکې پیلوټ د پرواز پر مهال مړ شوی او الوتکې بېړنۍ ناستې کړې ده.
د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس په افغانستان کې د برتانیې هېواد د سره صلیب له مسوول سره په ليدنه کې له هغه غوښتي چې د افغاني سرې میاشتې د مرکزي روغتون د تجهیز په برخه کې مرسته وکړي.
د پيټياېم ځینې غړي وایي، د پاکستان پولیسو خیبر کې د اکټوبر ۱۱مې جرګې ته پر راټولو شوو کسانو ډزې کړي، درې کسان یې وژلي او ۱۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د مس عینک قراردادي کمپنۍ مشر د ریاستالوزراء له سیاسي مرستیال سره په ليدنه کې ویلي، د مس عینک په لومړۍ برخه کې به له ۵ میلیارد امریکایي ډالرو ډېره پانګونه وکړي او په دغه پروژه کې به شاوخوا درې زرو کسانو ته د کار زمینه برابره شي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې ۲۸ افغانان د پاکستان له زندانونو خوشي شوي دي.
د راپورونو له مخې، بریتانیا ته د تلونکو افغانانو او یو شمېر نورو کډوالو د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې څلورو کسانو ژوند له لاسه ورکړی، خو معلومه نه ده چې د کومو هېوادونو اوسېدونکي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن