Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کندوز د اقتصاد رییس وايي، په دې وروستیو کې دغه ولایت کې ۵۰ ملي او نړۍوالو موسسو د مرستو رسونې، روغتیا، ښوونې او روزنې او نورو برخو کې خپل فعالیتونه بېرته پیل کړي دي.
د کندوز د کرنې ریاست مسوولین وایي، سږ کال د تېر کال په پرتله په دغه ولایت کې د شفتالوو حاصلات ۱۵ سلنه ډېر شوي دي.
. . .
په کندز ولایت کې د ځینو سیمه ییزو رسنیو مسوولین د اقتصادي ننګونو په اړه اندېښمن دي او وايي، په وروستیو میاشتو کې یې ډېری کارکوونکو د معاش نشتوالی له امله، خپلې دندې پرېښې دي.
د کندوز ولایت په شېرخان بندر کې چارواکي وایي، په سوداګریزو راکړو ورکړو کې له اته ورځني ځنډ وروسته، یاد بندر نن سهار د سوداګریزو او ټرانزیټي فعالیتونو پرمخ پرانیستل شو.
کندوز (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۱) : ځایي چارواکي وایي، چې په کندز ولایت کې یو صراف له خپل زوی او منشي سره وژل شوي دي.
د کندوز د «شېرخان بندر» ګمرک مسوولین وایي، د تاجکستان حکومت لهخوا افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو نه برابرولو له امله، له څو ورځو راهیسې دغه بندر د سوداګریزو فعالیتونو پر مخ تړل شوی دی.
په کندوز کې ځیني کروندګر وایي، سږکال په دغه ولایت کې زرګونه هکتاره للمي ځمکې له حاصلاتو پاتې شوې دي؛ له همدې امله دوی له جدي ننګونو سره مخ شوي او حتی نشي کولی چې خپل لګښت پوره کړي.
د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، په تېر یوه کال کې په دغه ولایت کې ۱۸۰۰ ټنه لبنیات تولید شوي چې د وړم کال په پرتله ۳۰ سلنه ډېروالی ښیي.
د کندوز ولایت ځیني اوسېدونکي په دولتي روغتون کې د درملو له نشتوالي څخه شکایت کوي او وایي، اړ دي چې د اړتیا وړ درمل د ښار له درملتونونو څخه وپېري.
امنیتي مسوولين وايي چې د کندوز ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند سيمه کې پر یوه کاسټر موټر چاودنه کې ۴ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپيان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP