Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هرات د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یې یوه ۶۵ کلن سړي ته د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ د جبري نکاح مخینوی کړی او په پشتکوه ولسوالۍ کې یې یوه ښځه له کورني بنده ازاده کړې ده.
سیمهییز مسوولین وايي چې د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د پلاوي مشر د هرات له والي سره په لیدنه کې ويلي چې د تورغونډۍ بندر د پراختیا پروژې چارې به ډېر ژر پیل شي.
د هرات د یو شمېر ولسوالیو د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي وايي، روغتیايي خدمتونو ته نږدې لاسرسی نه لري او ناروغان د درملنې لپاره په اوږدو لارو او ډېر لګښت تر روغتيايي مرکزونو لېږدوي او زیاتوي چې حکومت باید د دوی دې ستونزې رسېدنه وکړي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي، د هرات ښار په درېیمه، یوولسمه، دوولسمه او دیارلسمه ناحیو کې د څه باندې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د څلور بنسټیزو پروژو چارې پیل شوې.
له ایرانه د افغان کډوالو ایستلو د نوې څپې له پیلېد سره ډېرې ښځې تش لاس، له ترخو خاطرو او نامعلوم برخلیک سره هېواد ته راستنې شوې دي، خو د دې ستونزو ترڅنګ په هرات کې یوې ښځې د خیاطۍ یوې کارګاه په جوړولو سره لسګونو دغو راستنو شوو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی معین هرات ته د سفر پر مهال ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د سیاحتي شرکتونو جوازونه له نوې طرحې او معیارونو سره له کاغذي برېښنايي بڼې ته واوړي.
په پاشدان بند کې د لامبو وهلو پر مهال د مړینو له څو پېښو وروسته د هرات والي اړوندو ادارو ته امر کړی چې سر له ننه دې په دغه بند کې خلکو ته د خوندیتوب ټول لازم امکانات برابر شي.
هرات کې د تجسمي هنرونو دودېدو او د انځورګرۍ فرهنګ پراختیا په موخه د «رنګینکمان» په نوم پنځه ورځنی نندارتون پرانیستل شو.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون مسوولین وايي، په تېره یوه میاشت کې له راستنو شوو کډوالو سره د مرستو برخه کې شاوخوا دوه میلیارده افغانۍ لګول شوې دي.
د هرات په اسلامکلا بندر کې د کارموندنې کمېټې مسوولین وايي چې د دې کمېټې د فعالیت له پیله راهیسې له ایرانه څه باندې پنځه زره راستانه شوي کډوال په دغه مرکز کې ثبت شوي څو هغوی ته د کاري زمینې برابرولو لپاره کاري بنسټونو ته ور وپېژندل شي.
د هرات د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په اسلامکلا بندر کې راستنو شوو کډوالو ته د مخابراتي شرکتونو له لوري هره ورځ شاوخوا ۷۵۰۰ سیمکارتونه په وړیا ډول وېشل کېږي.
هرات کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کشک کهنه، رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو ښوونځیو د ودانیو د ترمیم او احاطوي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP