Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ تر پیلېدو وروسته، د هرات سلګونه اوسېدونکي «د همدردۍ او همکارۍ کاروان» په نوم د کمپاین په پیلولو سره د هرات اسلامکلا بندر ته ولاړل څو په یوه بېساري اقدام کې راستانه شوي کډوال په داوطلبانه او وړیا ډول تر هرات ښاره ولېږدوي.
د هېواد د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت سرپرست چې د یوه پلاوي په مشرۍ د هرات اسلامکلا بندر ته تللی وايي، راستانه شوي کډوال به پرته له هيڅ ځنډه خپلو اړوندو ولایتونو ته ولېږدول شي.
هرات کې یو شمېر کروندګر په دغه ولایت کې د وچکالۍ دوامداره کېدو او د ځمکې لاندې اوبو کچې ټيټېدو په اړه د اندېښنې په څرګندولو وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په هرات کې د شولو په کښتونو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې تېرو دوو ورځو کې د دغه ولایت د اسلامکلا بندر له لارې له ایرانه څه باندې ۶۰ زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.
هرات کې ځايي مسوولین وايي چې تېره ورځ څه باندې ۳۰ زره افغان کډوال له ایرانه د اسلامکلا بندر له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د هرات د زندهجان ولسوالۍ د «غارموشک» سیمې اوسېدونکي وايي، د دغه کلي د یوازېني روغتیايي مرکز فعالیت له پنځو میاشتو راهیسې درېدلی او دوی اوس دغلته لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه لري.
هرات کې مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې له ایرانه د راستنېدونکو افغانانو وضعیت ته د اغېزناکې رسېدنې په موخه د دولتي بنسټونو او خصوصي سکټور د استازو په ګډون بېړنۍ کمېټه جوړه شوې ده.
انتیک او عتیقه اثار چې یو وخت یې په هرات کې ښه بازار درلود او د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو د عاید سرچینه بلل کېده، اوس یې د پلورونکو په وینا، خپل پخوانی ځای او رنګ یې له لاسه ورکړی.
د هرات امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې ایران ته د څه باندې ۲۵۰ کیلوګرامه نشهيي توکو د قاچاق مخه نیول شوې ده.
فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې ۱۸ کاله مخکې د یوې کورنۍ د یوه غړي د وژل کېدو له امله پیل شوې وه، د دغه ولایت د عالمانو، ځايي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.
د فراه سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت د فراهرود ولسوالۍ اړوند د هرات – کندهار پر لویه لار د یوې ترافیکي پېښې له امله دوو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي.
له ایرانه د افغان کډوالو د را ایستلو لړۍ په چټکېدو سره، یو شمېر راستانه شوي هېوادوال وايي چې په دغه هېواد کې له افغانانو سره ناسم چلند کېږي او ایراني پولیس ترې د را ایستلو پر مهال اضافي پیسې اخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP