Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هرات کې د انتیکو اثارو د پلور بازار پیکه‌کېدل او بهر ته یې د قاچاق کېدو اندېښنه

هرات (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۴): انتیک او عتیقه اثار چې یو وخت یې په هرات کې ښه بازار درلود او د دغه ولایت د یو شمېر اوسېدونکو د عاید سرچینه بلل کېده، اوس یې د پلورونکو په وینا، خپل پخوانی ځای او رنګ یې له لاسه ورکړی.

هرات کې د انتیکو او عتیقه اثارو یو شمېر پلورونکو د پژواک خبري اژانس له خبریال سره په خبرو کې وویل، له افغانستانه بهر ته د دغو اثارو پراخ قاچاق، د بېوزلۍ ډېرېدل، د ګرځندویانو د شتون کمېدل انتیک او عتیقه اثارو ته پاملرنه کمه کړې؛ په داسې ډول چې د هغوی د پلور کچه د تېرو څلورو کلونو په پرتله ۹۰ سلنه کمه شوې ده.

د هرات د جامع جومات په مربوطاتو کې د شمالي جادې یو انتیک پلورونکی محمدعوض احمدي وايي چې دغه کسب ورته له پلاره په میراث ور پاتې، خو اوس یې د خرڅلاو بازار ډېر کمرنګه شوی دی.

احمدي د یادو اثارو د بازار پیکه کېدو یو اساسي لامل له هېواد بهر ته د انتیک او عتیقه اثارو قاچاق بولي، وايي چې یو شمېر کسان نن سبا انتیک اثار په ناقانونه توګه پاکستان او ایران هېوادونو ته قاچاق کوي او لېږدوي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې له سیاسي بدلون راهیسې د دوی خرڅلاو له ۱۰۰ سلنې ۱۰ سلنې ته کم شوی او که پاملرنه ورته ونه‌شي، دغه کاروبار به په بشپړه توګه له منځه ولاړ شي.

نوموړی له حکومته غواړي څو د مناسب بازار په رامنځه کېدو او د هغو د قاچاق په مخنیوي کې د یاد ولایت د انتیک پلورونکو ملاتړ وکړي.

د عتیقه اثارو یو بل پلورونکی امید هم د بازار وضعیت ناهیلی‌کوونکی بولي او وايي چې په دې وروستیو کې انتیک او عتیقه اثارو ته د انتیک پلورونکو لاسرسی کم شوی. هغه د اثارو د پلور بازار پیکه کېدو یو لامل نورو هېوادونو ته د دغو اثارو قاچاق بولي.

هغه زیاته کړه: «پخوا به کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو له موږ عتیقه او انتیک اثار پېرل، خو اوس چې ګرځندویان دغه ولایت ته راځي، که څه هم د دوی له هټیو لیدنه کوي، خو انتیک او عتیقه اثار ډېر کم  پېري.»

بلخوا، د هرات یو شمېر فرهنګیان هم انتیک اثار د افغانستان د تاریخ او فرهنګ یوه نه جلاکېدونکې برخه ګڼي او د دې شتمنۍ د له‌منځه تلو په اړه خبرداری ورکوي.

هغوی هم له حکومتي مسوولینو غواړي چې د پخواني انتیک او عتیقه اثارو د قاچاق مخه ونیسي.

د هرات یو فرهنګ‌پال عبدالولي جوینده چې خپله انتیک پلورونکی دی وايي، د عتیقه او انتیک اثارو له لارې د یوې ټولنې تاریخ او فرهنګ مطالعه کولای شو.

هغه زیاتوي، عتیقه او انتیک اثار د افغانستان د خلکو د نیکونو د تاریخي هویت او فرهنګ ثمره ده، داسې چې ان سیلانیان د افغانستان له دودونو او تاریخ سره د اشنا کېدو په موخه د انتیکو شیانو پلورنځیو ته مراجعه کوي.

جوینده له حکومتي مسوولینو وغوښتل چې د انتیک‌پلورونکو او د انتیک او عتیقه اثارو په ساتلو سره د افغانستان تاریخ او اصلي فرهنګ له هېرېدو وژغوري.

بلخوا، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین د عتیقه او پخوانیو اثارو خوندویتوب برخه کې د هڅو په اړه وايي، دغه ریاست د انتیک‌پلورونکو په مرسته کولای شي د افغانستان تاریخي فرهنګ او هویت خوندي کړي.

د دغه ریاست د اطلاعاتو او فرهنګ امر مولوي حمیدالله غیاثي پژواک خبري اژانس ته وویل، د انتیک او عتیقه اثارو خوندیتوب د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له دندو دی او دغه اداره هڅه کوي څو له انتیک‌پلورونکو او عتیقه‌پلورونکو ملاتړ وکړي.

هغه زیاتوي، د انتیک او عتیقه اثارو د قاچاق مخنیوي په موخه یې له ګاونډویو هېوادونو سره د هرات په ګډه پوله کې لرغون‌پوهان او اثار پېژندونکي ګومارلي څو د لرغونو اثارو د ناقانونه لېږد مخنیوی وکړي.

د عتیقه‌پلورونکو د معلوماتو له مخې، پخوا په دغه ولایت کې د انتیکو اثارو څه باندې ۷۰ دوکانونه وو خو اوس یې شمېر د ګوتو شمېر دی او د انتیک‌پلورونکو کاروبار د له‌منځه تلو له ګواښ سره مخ دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.