Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ ۱۸ کلنه دښمني پای ته ورسېده

فراه (پژواک، ۲۴ غبرګولی ۱۴۰۴): فراه کې د دوو کورنیو ترمنځ دښمني چې ۱۸ کاله مخکې د یوې کورنۍ د یوه غړي د وژل کېدو له امله پیل شوې وه، د دغه ولایت د عالمانو، ځايي مسوولینو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

د فراه د عالمانو شورا مرستیال مولوي شراف‌الدین په یاده ناسته کې له دواړو ښکېلو خواوو څخه د دې لپاره چې له یو بل څخه یې غچ وا نه خیست، مننه وکړه ویې ویل: «کومو کسانو چې د دې دښمنۍ د پای ته رسېدو برخه کې هڅې کړې، د ستایلو وړ دي.»

نوموړي له اسلامي اړخه د دښمنۍ د زیانونو او پایلو په اړه هم خبرې وکړې او څرګنده یې کړه چې په ټولنه کې د دې ډول قضیو مدیریت سوله‌ییز ژوند ته لاره هواروي.

بلخوا، د فراه د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي عبدالحی سباوون وايي، یاده دښمني اتلس کاله مخکې د دغه ولایت د پشت‌رود ولسوالۍ د نهاغ کلي د اوسېدونکو عبدالستار او حاجي عبدالله جان کورنیو ترمنځ د یوې کورنۍ د یوه غړي وژل کېدو پر سر رامنځته شوې وه.

د هغه په خبره، که څه هم د قضیې یو لوری د یادې پېښې له امله له سیمې تښتېدلی و خو د محلي مسوولینو او مخورو د پرله‌پسې هڅو له امله یاده اتلس کلنه دښمني پای ته ورسېده او دواړو خواوو یو بل وبښل.

ورته مهال، د قضیې دواړو لورو هم پښېماني څرګنده کړه او د دښمنۍ پای ته رسولو لپاره یې د محلي مسوولینو او سپین‌ږیرو له هڅو هرکلی وکړ.

د یادونې ده، تېره میاشت هم د فراه په بکواه ولسوالۍ کې ورته قضیه حل او فصل شوې وه.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.