په اروپا کې د امریکا پوځي قوماندانۍ اعلان کړی چې په مدیترانه بحیره کې یې یوه پوځي الوتکه غورځېدلې، خو د مرګژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.
د اسلامي همکاریو سازمان او عربي هېوادونو په ګډه سرمشریزه غونډه کې د غزې کلابندۍ او هوایي بمباریو د ختمولو ترڅنګ هلته د بشري مرستو رسولو غوښتنه کړې ده.
د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو پخواني وزیر بلاول بوټو زرداري د خپل حکومت له خوا په زوره د افغان کډوالو ایستلو سره مخالفت څرګند کړی دی.
د کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې انګلستان پخپلې وروستۍ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه او د اتلانو جام یا چیمپینز ټرافۍ ته یې هم لاره پیدا کړه.
رکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د سري لانکا د کرکټ بورډ په چارو کې د حکومت د لاسوهنو له امله په دغه شورا کې د سریلانکا غړیتوب ځنډولی دی.
دیوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو کې د افغانستان سفر د څلورو بریاوو سره پای ته ورسېده، په دې سیالیو کې یو شمېر افغان لوبغاړي ښه وځېدل.
د یوه ورځني کرکټ نړیوال جام سیالیو په لړ کې سویلي افریقا افغانستان ته په ماتې ورکولو سره په دغه جام کې د افغانستان بریالی سفر پای ته ورسېد.
د هېواد ملي سوداګر او د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي هېواد ته په اجباري توګه له پاکستان او ایران څخه راستنېدونکو افغانانو سره د ۳۰۰ میلیونه افغانیو مرسته اعلان کړه.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان خپله وروستۍ لوبه نن له سویلي افریقا سره کوي، خو سیمي فاینل ته د رسېدلو لپاره باید سویلي افریقا ته ستره ماته ورکړې چې نا ممکن ښکاري.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیوزیلینډ سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته تقریباً لاره پیدا کړه.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې انګلستان نیدرلینډ ته په ماتې ورکولو سره د اتلانو راتلونکي جام کې د لوبېدو لپاره یې چانس پیدا شو.
د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان سیميفاینل ته د رسېدلو لپاره نن له اسټرالیا سره مهمه لوبه کوي.