اټلانټا (پژواک، ۱۸ تله ۱۴۰۲): د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نیوزیلینډ سریلانکا ته په ماتې ورکولو سره نیمه پای لوبې ته تقریباً لاره پیدا کړه.

دا لوبه چې د لړم په ۱۸مه، د هند بنګلورو ښار کې ترسره شوه، پچه یې نیوزیلینډ وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د سریلانکا لوبډلې ښه پیل ونه کړ او لوبغاړي یې په وقفهیي ډول سوځېدل، خو وروستیو دوو لوبغاړو د ۴۰ منډو ملګرتیا سره د خپلې لوبډلې منډې تر ۱۷۱ ورسولې او نیوزیلینډ ته یې د ۱۷۲ منډو هدف ورکړ.

نیوزیلینډ چې سيميفاینل ته درسېدو او د منډو اوسط ښه کولو لپاره یې باید دا لوبه تر ۳۰ اورونو مخکې وګټلې وای، ډېره تېزه لوبه یې پیل کړه او په لومړیو لسو اوورونو کې یې ۷۰ منډې جوړې کړې ،خو له دې وروسته یې څو لوبغاړي په وقفهیي توګه وسوځېدل، د دوی د منډو تیزوالی همداسې روان و، او اخر یې یاد هدف په څلورویشتم اوور کې ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

له دې بریا سره د نیوزیلینډ نمرې د نومرو په جدول کې ۱۰ شوې او په څلورم مقام کې ځای لري، دغه راز نیوزیلینډ نیمه پای لوبې ته هم ۹۹ سلنه ورنږدې شو، که افغانستان او پاکستان خپلې راتلونکې لوبې په ډېر ستر توپیر سره چې ناممکنه ښکاري وګټي، نو بیا نیوزیلینډ له نړۍوال جام وځي.