ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

 د کرکټ نړۍوالې شورا د سریلانکا غړیتوب وځنډاوه

 د کرکټ نړۍوالې شورا د سریلانکا غړیتوب وځنډاوه

author avatar
11 Nov 2023 - 01:32
 د کرکټ نړۍوالې شورا د سریلانکا غړیتوب وځنډاوه
author avatar
11 Nov 2023 - 01:32

اټلانټا (پژواک، ۱۹ لړم ۱۴۰۲): د کرکټ نړۍوالې شورا (ای‌سي‌سي) د سريلانکا کرکټ بورډ چارو کې د حکومت لاسوهنو له امله په دې شورا کې د دغه هېواد کرکټ لوبډلې غړیتوب ځنډولی دی.

د کرکټ نړۍوالې شورا له خوا د لړم په ۱۹مه خيره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د سريلانکا کرکټ د دې شورا «د غړي په توګه له خپلو مکلفیتونو په جدي توګه سرغړونه کړې، په ځانګړې توګه د دې اړتیا چې په خپلواکه توګه خپلې چارې اداره کړي او ډاډ ترلاسه کړي چې حکومت یې په چارو کې مداخله نه کوي.»

د کرکټ نړۍوالې شورا د سريلانکا غړیتوب یوه ورځ وروسته له هغه وځنډاوه  چې د سريلانکا پارلمان د مالي فساد تورونو له امله د سريلانکا کرکټ بورډ له غړو د استعفا غوښتنه وکړه.

د نړۍوالې شورا یا ای‌سي‌سي په خبرپاڼه کې زیاته شوې، شورا به د سريلانکا غړیتوب ځنډېدو د شرایطو او جزئیاتو په اړه وروسته پرېکړه وکړي.

ټاکل شوې چې د ۱۹ کلنو کرکټ نړۍوال جام په راتلونکې جنوري کې په سريلانکا کې ترسره شي. په سمدستي توګه نه ده معلومه چې په ای‌سي‌سي کې تر نامعلوم وخت پورې د سريلانکا غړیتوب ځنډېدل به پر دغو لوبو څه اغېز وکړي.

د سریلانکا حکومت لا له مخکې له مالي او سیاسي کړکېچ سره لاس او ګرېوان دی او دیواليه شوی او کرکټ بورډ په دغه جزیره يي هېواد کې تر ټولو شتمنه اداره ګڼل کېږي.

په نړۍوال جام کې د سريلانکا له سختو ماتو وروسته، د حکومت او کرکټ بورډ ترمنځ کړکېچ لا پراخ شو.

Views: 174

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.