Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د لوګر د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، د وروستیو اورښتونو او سېلابونو له امله د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې شاوخوا زر جریبه کرنيزې ځمکې له منځه تللې دي.
د لوګر ولایتي روغتون مسوولین وايي، په تېره يوه اونۍ د نسناستي پر ناروغۍ اخته ۲۰۰ ماشومان دغه روغتون ور وړل شوي چې له ډلې يې يو ماشوم مړ شوى دى.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، اوس مهال د دغه ولایت په دولتي روغتونونو او نورو روغتیايي مرکزونو کې ټولې ١١٠ قابلې کار کوي چې ښځینه ناروغانو ته بشپړ خدمات نه شي وړاندې کولی او هڅه کوي په یادو روغتیايي مرکزونو کې د قابلو شمېر ډېر کړي.
د لوګر ولایت چارواکي وایي، د چينايي «امسيسي» شرکت مسؤولینو ډاډ ورکړی چې د عينک مسو کان ته ۲۵ کېلومټره سړک په پاخه او اساسي توګه جوړوي.
د لوګر د عامې روغتیا ریاست وایي، په لومړي ځل د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شاوخوا ۷۶ زره کسانو ته د کرونا ضد واکسین تطبيق شو.
پل علم (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۲): د لوګر ولایت د ورزش امریت چارواکي وایي، د هېواد سکېټ ملي فدارسیون له لوري په مرکز پل علم
په بلخ کې د څه باندې شپږ ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو يوه شبکه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه او په لوګر کې د څه باندې اووه ميليون افغانيو په لګښت د څښاک اوبو د يوې بلې شبکې جوړولو چارې پيل شوې.
د لوګر د پوهنې ریاست وایي، د پوهنې وزارت له لارښوونې سره سم د دغه ولايت په مرکز پل علم او ولسوالیو کې د زدهکوونکو سرشمېرنه پيل شوې ده.
د لوګر د کرکټ امریت وايي، د دغه ولايت په مرکز پلعلم کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د کرکټ سيالۍ پيل شوې چې يوه مياشت به دوام ولري.
د لوګر په مرکز پل علم، محمداغې او برهکي برک ولسوالیو کې د اته سوه زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ۴۳ پروژو چارې پيل شوې.
د لوګر حکومتي مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز پلعلم کې د سېلابونو راوتلو له امله د خلکو لسګونه کورونه او سلګونه جريب کرنيزې ځمکې ويجاړ شوي دي.
د لوګر د سپورټ امریت وایي، د کابل او لوګر ولایتونو ورزشکارانو ترمنځ د بایسکلځغلولو یوه ورځنۍ سیالي ترسره شوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP