Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په باغران ولسوالۍ کې پنځه تنه انسانتښتوونکي نیول شوي او یو تن یې له منګولو ژغورل شوی دی.
د هلمند د ګرشک ولسوالۍ په دهمزنګ سیمه کې د یوه خصوصي شرکت له لوري د یوه استوګنیز ښارګوټي د جوړېدو چارې پیل شوې چې د ژوند لومړنۍ ټولې اسانتیاوې به ولري.
د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درېیو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپيان شوي دي.
د بلخ او هلمند امنیتي مسوولین وايي، د ماین جوړولو او وسلو ساتلو په تور یې اووه کسان نیولي دي.
د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په بغني ولسوالۍ کې د نشهیي توکو یوه کارخونه له منځه یوړل شوه او په تړاو یې یو تن نیول شوی دی.
هلمند کې سیمهییزمسوولین وایي چې د دغه ولایت ګرشک ولسوالۍ کې د دوو وروڼو ترمنځ د شخړې له امله ۱۸ کسان ټپیان شوي دي.
سیمهییز مسوولین وايي چې په اروزګان او هلمند ولایتونو کې له څه باندې ۹۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو او نغدو پیسو مرسته وشوه.
هلمند کې د پنبې د پروسس او تولید فابریکو یو شمېر مسوولین د دې ترڅنګ چې خپلو تولیداتو ته د نړۍوال بازار غوښتنه کوي وايي چې د برېښنا لوړې بیې او ډېرې مالیې یې تولیدي پروسه ټکنۍ کړې دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وایې چې د دغه ولایت په مرکز کې د لسو ولسوالیو د لوبډلو ترمنځ د «کبډي» څلورم پړاو شپنۍ ګروپي سیالۍ پیل شوې.
هلمند کې ځايي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه او ځینو ولسوالیو کې د وروستي ورښت، سېلابونو راتلو او تندر لوېدو له امله شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او لس نور ټپیان شوي دي.
د هلمند سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې ۳۴ ټنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP