Language

هلمند کې د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي

لښکرګاه (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۴): د هلمند امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت مربوطاتو کې د کندهار – هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله شپږ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هلمند د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د دغه ولایت په سنګیلان سیمه کې د کندهار - هرات پر لویه لار د یوه باروړونکي او لوکسل موټرو د ټکر له امله شوې ده.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې پېښه کې د ماشومانو په ګډون شپږو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپيان شوي دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي چې د پېښې ټپیان یې نږدې روغتیایي مرکز ته لېږدولي دي.

Related Topics