Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغريکوونکی دفتر (اوچا) وايي چې اسپانیا د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره یو میلیون یورو مرسته کړې ده.
د کاناډا لومړي وزیر د امریکا د ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هیڅ امکان نهلري چې هېواد یې د متحده ایالاتو یوه برخه شي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي اماني صندوق اعلان کړی چې لوکزامبورګ هېواد ۱.۵۶ میلیون امریکایي ډالر له افغانستان سره مرسته کړې ده.
وروسته له هغه چې د کاناډا لومړي وزیر جاسټین ترودو له خپلې دندې استعفا اعلان کړه، د متحده ایالاتو ټاکل شوي ولسمشر وویل، د دغه هېواد خلک غواړي چې هېواد یې د امریکا یوپنځوسام ایالت وي
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، د پاکستان له زندانونو ۵۴ افغان بندیان خوشي او هېواد ته راستانه شوي دي.
د راپورونو له مخې، د فرانسې په مایوت جزایز کې د سخت توپان له امله چې په نږدې یوه پېړۍ کې بېساری بلل شوی، سلګونه کسان مړه شوي او درانه زیانونه یې اړولي دي.
د راپورونو له مخې، د ټولیز امنیت تړون سازمان (CSTO) د افغانستان د نظامي او سیاسي وضعیت په اړه د روسیې په پلازمېنه مسکو کې غونډه کړې ده.
د اروپايي ټولنې شورا اعلان کړی چې د دې ټولنې غړي هېوادونه له اوکراین سره ۴،۱ میلیارد یورو مرسته کوي.
د افغانستان بانک اعلان کړی چې سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري.
د افغانستان برېښنا شرکت وايي چې د دغه ریاست عمومي اجراییوي رییس عبدالباري عمر ترکمنستان ته سفر کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي، مسکو د «ترهګرو ډلو له نوملړه» د «طالبانو» د نوم ایستلو برخه کې ګام په ګام مخ ته ځي او دغه بهیر به ونه دروي.
د ازربایجان په پلازمېنه باکو کې د «کاپ۲۹» ناسته د اقلیمي بدلونونو له ناوړه اغېزو سره د مبارزې لپاره، ډېرو بېوزله هېوادونو ته په کال کې د ۳۰۰ میلیاد ډالرو په ځانګړي کېدو پای ته ورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP