Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځايي مسوولین وايي چې په ننګرهار او فراه ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه شوي دي.
د فراه حکومتي مسوولین وايي چې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په دغه ولایت کې اووه کسان مړه کړي، څه باندې پنځه زره د سولر تختې يې ماتې کړي او لس زره جریبه کرنیزه ځمکه يې ویجاړه کړې ده.
د فراه امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په پشتکوه ولسوالۍ کې د تراوېح لمانځه پرمهال د وژل شوو کسانو د قتل په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د فراه د ټولګټو چارو ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د پرچمن ولسوالۍ لار د سېلابونو راوتو او غر ښویېدو له امله تړل شوې ده.
د فراه سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په خاکسفید او پشترود ولسوالیو کې د سېلابونو راوتو له امله د دوو نجونو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي.
د فراه ولايت مسوولين او يو شمېر هټۍوال وايي چې د تېر اختر په پرتله سږ کال د اختر لپاره د وچې مېوې بیې ټيټې شوې دي.
سېمهییز مسوولین وایي، د فره ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د کندهار – هرات پر لویه لار د ترافیکي پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د یوې زړې مرمۍ چاودنې له امله د یوې مدرسې درې زدهکوونکي ټپیان شوي دي.
د فراه ولایت د فراه رود ولسوالۍ د چکاب په سیمه کې د کندهار-هرات پر لویه لاره د ترافیکي پېښې له امله یو تن مړ شوی دی.
د فراه د سوداګرۍ او صنعت ریاست وايي چې په دغه ولایت کې د برېښنا کموالي له امله ۱۵ فابریکې له تولیداتو پاتې دي او یو شمېر کسان هم ورسره وزګاره شوي دي.
د فراه ولایت په فراهرود ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله درې کسان مړه او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د فراه امنیه قومانداني وايي چې په بکوا ولسوالۍ کې ۳۶۰۰ کیلوګرامه بېلابېل نشهيي توکي کشف او له منځه وړل شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP