Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وايي، د زابل ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د دو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې شخړه چې له شاوخوا ۲۵ کلونو راهیسې یې دوام درلود، هواره شوه.
د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف ویلي چې د دغه هېواد پارلمان له راتلونکې چهارشنبې ورځې منحلوي.
د پاکستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو هوکړه کړې چې د افغانستان په مسایلو کې به فعالې ښکېلتیا ته دوام ورکوي.
کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو د ۶۴۴ کارخونو له منځه وړل، د ۲،۵ میلیونه امریکايي ډالرو له قاچاقه مخنیوی، د انسانتښتونو په تړاو د ۱۹۰ کسانو نیول او د ۸،۴ میلیارد افغانیو عوایدو راټولول د تېر کال له خپلو مهمو کړنو بولي.
د راپورونو له مخې، د روسیې پلازمېنې مسکو کې د اوکراین بېپیلوټه الوتکې برید یو تن ټپي کړی او د دغه برید له امله د لنډمهال لپاره د مسکو هوايي ډګر تړل شوی دی.
اقتصادي کمېسیون پرېکړه وکړه چې د سرپل د سلطان ابراهیم او د ارزګان د آغا جان بندونو د جوړولو چارې دې پيل شي او وايي، افغان ترانسپورټي ټانکرونه کولی شي، هېواد ته د نفتي توکو ترانزیټ ترسره کړي.
کابل (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو ناظم وايي، د دغه سازمان د نوي پلان موخه دا ده
د امر بالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وايي، په تېرو څو میاشتو کې يې په کابل او نور ولایتونو کې راټول کړي د موسیقي وسایل له منځه وړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ملګرو ملتونو له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې نړۍواله ټولنه دې د بشري مرستو ترڅنګ د افغانستان د خلکو پر سوداګرۍ لګولي محدوديتونه لرې کړي.
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر وايي، د افغانستان په اړه د دغه هېواد د ولسمشر خبرې حقیقت نه لري او دا یوازې د افغانستان سرپرست حکومت رسمیت پېژندلو لپاره هڅه ګڼل کېدای شي.
د «فان چینا افغان» په نوم یوه چينايي شرکت مسوولین وايي، د افغانستان برېښنا، سمنټو فابریکې او روغتیايي سکټور کې د نږدې ۳۵۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه کوي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د متحده ایالتونو مخکنی ځانګړی استازی جیمز ډابنز د ۸۱ کلونو په عمر مړ شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP