Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ملګري ملتونو اعلان کړی چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا به په روانې میلادي میاشت کې د امنیت شورا ناسته کې د افغانستان په اړه وینا وکړي.
رویټرز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات پر روسیې د تحریمونو د احتمالي کمولو پلان جوړوي.
تهران کې د افغانستان سفارت سرپرست او د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا برخې عمومي مدیر د دوه اړخیزو اقتصادي او ډیپلوماټیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت مسوولین وایي چې په تېره یوه میاشت کې ۸۵۰ شکایتونو او د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۳۰ قضیو ته رسېدنه شوې او دغه راز په دې موده کې ۱۲ کوډګر هم نیول شوي دي.
د پوهنې وزارت وایي چې د دغه وزارت د سواد زدهکړو ریاست د طرحې له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو درېیو کلونو کې یو میلیون کسانو ته د سواد زدهکړو زمینه برابره شي.
متحده ایالاتو کډوال ماشومانو ته د قانوني مرستو د ځنډولو پرېکړه بدله کړې او یو ځل بیا یې د زرګونو بېسرپرسته کډوال ماشومانو لپاره د قانوني خدماتو وړاندې کولو امر صادر کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف خبر ورکړی چې د دغه هېواد او امریکا استازي به تر راتلونکو دوو اونیو خپل دویم پړاو خبرې ترسره کړي.
کابل کې د بتخاک د نوي سبسټېشن جوړولو او د ارغندې له سبسټیشن څخه بتخاک سبسټیشن ته د ۲۲۰ کیلوولټه لین د غځولو کار د ۲۵.۵ میلیون ډالر په ارزښت پیل شو.
نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی چې د حماس او اسرائیل ترمنځ د بندیانو تبادلې لړۍ په دوام ۶۰۲ فلسطیني او شپږ اسرائیلي نور بندیان ازادېږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې تېر زېږدیز کال یې درې میلیون او ۵۰۰ زره زدهکوونکو ته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درسي توکي وېشلي دي.
رويټرز د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اړوند د افغان کډوالو د بیامېشتېدنې د هڅو د همغږۍ دفتر مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د روان کال په اپرېل میاشت کې د دغه دفتر تړلو ته چمتو شي.
د یوناما مشرې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د زدهکړو او کار بندیزونه به په راتلونکي کې اوږدمهاله زیانونه ولري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP