Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله، امینه محمد افغانستان ته له سفر وروسته ویلي، د دغه هېواد د خلکو وضعیت لپاره د حللارې موندل، د دغه سازمان له اصلي لومړیتوبونو څخه دی.
افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازولۍ ویلي، د برېښنا نشتوالی، د بانکي نظام بحران، بهر ته د کادرونو تلل او پر ښځو د کار بندیز په دغه هېواد کې د خصوصي سکټور پر وړاندې اساسي ننګونې دي.
په ملګرو ملتونو کې د عربي متحده اماراتو ماموریت د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا غونډې له جوړېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله امنه محمد به افغانستان ته د خپل وروستي سفر راپور ورته وړاندې کړي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مشر وایي چې دغه ټولنه له ملګرو ملتونو سره په ګډه د افغانستان له خلکو، په ځانګړي ډول له نجونو او ښځو ملاتړ کوي.
د زدهکړې نړۍوالې ورځې (د جنورۍ ۲۴مې) په دُرشل کې، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق د زدهکړو برخې رییس ویلي چې زده کړه امتیاز نه بلکې یو حق دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش، دې ته په اشارې سره چې په نړۍ کې ۱۱۸.۵ میلیون نجونې له ښوونځي محرومې دي، ویلي چې هیڅ څه له ښوونځیو څخه د نجونو لرې ساتل توجیه کولای نه شي.
کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۱): د روسیې اینټرفاکس خبري اژانس راپور ورکړی چې اوکراین له افغانستان سره د ۱۶ زره ټن غنمو مرسته کړې ده.
ازبک چارواکي د افغانستان – ازبکستان ګډ بازار د لومړي فاز کار له بشپړېدو خبر ورکوي او وايي، دغه بازار د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، افغانانو او د ازبکستان خلکو ته د کاري زمینې برابرولو په موخه جوړ شوی دی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، جاپان د افغانستان روغتیايي سکټور پیاوړتیا په ځانګړې توګه نسايي او ولادي برخه کې د غوره روغتیايي خدماتو وړاندې کولو په موخه، ۱،۳ میلیون امریکايي ډالر مرسته کوي.
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا ۱۴ میلیون امریکايي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن