Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
رویټرز د باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې متحده ایالات پر روسیې د تحریمونو د احتمالي کمولو پلان جوړوي.
د پوهنې وزارت وایي چې د دغه وزارت د سواد زدهکړو ریاست د طرحې له مخې، ټاکل شوې په راتلونکو درېیو کلونو کې یو میلیون کسانو ته د سواد زدهکړو زمینه برابره شي.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال سرګي ریابکوف خبر ورکړی چې د دغه هېواد او امریکا استازي به تر راتلونکو دوو اونیو خپل دویم پړاو خبرې ترسره کړي.
کابل کې د بتخاک د نوي سبسټېشن جوړولو او د ارغندې له سبسټیشن څخه بتخاک سبسټیشن ته د ۲۲۰ کیلوولټه لین د غځولو کار د ۲۵.۵ میلیون ډالر په ارزښت پیل شو.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي چې تېر زېږدیز کال یې درې میلیون او ۵۰۰ زره زدهکوونکو ته د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې درسي توکي وېشلي دي.
رويټرز د باوري سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت اړوند د افغان کډوالو د بیامېشتېدنې د هڅو د همغږۍ دفتر مسوولینو ته سپارښتنه شوې چې د روان کال په اپرېل میاشت کې د دغه دفتر تړلو ته چمتو شي.
د یوناما مشرې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره په لیدنه کې ویلي چې د افغان نجونو او ښځو پر وړاندې د زدهکړو او کار بندیزونه به په راتلونکي کې اوږدمهاله زیانونه ولري.
د نړۍوالې پراختیا مرکز په یوه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ګډون نورو اړمنو هېوادونو ته د امریکا متحده ایالتونو د مرستو ځنډېدل ناورین رامنځته کولای شي.
هندي رسنیو د دغه هېواد د سوداګرۍ وزارت له قوله راپور ورکړی چې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له افغانستانه د هند واردات ډېر خو د هغه هېواد صادرات بیا افغانستان ته کم شوي دي.
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا په څو ایالتونو کې د سېلابونو او توپان له امله ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار په ځینو ساحو کې له غږیزې ککړتیا شکایت کوي او له اړوندو ادارو غواړي چې مخه یې ونیسي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازي تاجالدین اویوالې ویلي چې د اسیا پراختیایي بانک له مسوولینو سره یې په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د ملاتړ په اړه خبرې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP