کابل (پژواک، ۱۶ کب ۱۴۰۳): جرمني رسنیو راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت په یوه چارټر الوتنه کې ۱۳۲ افغان کډوال له اسلاماباده جرمني ته لېږدولي دي.
دویچویله راپور ورکړی، ۲۵ نور افغانان چې ټاکل شوې وه په یاده الوتنه کې المان ته ولېږدول شي، په اسنادو کې یې د ستونزو له امله د یاد هېواد ته د لېږدېدو اجازه ترلاسه نهکړه.
راپور کې راغلي: «د یادو کسانو له ډلې ۷۴ کسان د افغانانو لپاره د فدرال پروګرام له لارې، ۱۴ نور د بشري حقونو په نوم د نوملړ له لارې، یو بل کس د خپلې کورنۍ له پنځو غړو سره د پخوانیو ځایي کارکوونکو پروګرام له لارې او ۳۸ نور د یوه بل پروګرام له لارې المان ته لېږدول شوي دي.»
د یادونې ده چې دا د افغان کډوالو دویمه لېږدوونکې الوتکه ده چې په تېرو دوو اونیو کې المان ته رسېدلې؛ تېره اونۍ د سهشنبې په ورځ (د کب۷مه) هم المان ۱۵۵ افغانان له اسلاماباد څخه برلین ته ولېږدول.
د راپورونو له مخې، المان د ۲۰۲۱ زېږدیز کال له اګسټ او د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته څه باندې ۴۸ زره افغانان دغه هېواد ته لېږدولي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP