Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې اروپایي ټولنې په افغانستان کې له خوارځواکۍ سره د مبارزې او د اوبو خدمتونو ښه کېدو په موخه ۱۵ میلیون یورو ځانګړي کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت قطر او پاکستان ته د افغانستان په اړه د خبرو اترو لپاره د دغه وزارت د سیاسي مرستیال جان بس له سفر څخه خبر ورکړی دی.
د افغان – قزاق د نندارتون په پرانیستغونډه کې د سرپرست حکومت چارواکو وویل چې په هېواد کې تر بل هر وخت ډېر د سوداګرۍ لپاره فرصت برابر شوی او هېوادونه یې افغانستان کې سوداګرۍ ته راوبلل.
د جیبوټي هېواد سواحلو کې یوه کوچنۍ کښتۍ چپه شوې چې له امله یې ۲۱ کډوال مړه او ۲۳ نور نادرکه دي.
له څو میاشتو بحث وروسته د بریتانیا پارلمان رواندا ته افغان پناهغوښتونکو په ګډون د ناقانونه کډوالو د ایستلو طرحه تصویب کړه.
د ریاستالوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ویلي چې اسلامي امارت د ټولو افغانانو د ګډ کور په توګه، توپیري چلندونو ته اجازه نه ورکوي او له ټولو توکمونو یې غوښتي چې د هېواد ابادۍ او سوکالۍ لپاره په ګډه کار وکړي.
د قطر بهرنیو چارو وزارت د امنیت شورا له خوا په ملګرو ملتونو کې د فلسطین بشپړ غړیتوب پرېکړهلیک پر نه تصویبېدو خواشیني څرګنده کړې او دغه کار یې د سیمې د سولې هڅو ناکامي بللې ده.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۶۷ افغان کډوالې کورنۍ چې ۸۳۷ کسان کېږي، له پاکستانه په زور هېواد ته رااړول شوي دي.
ټاکل شوې چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د اسیا جام سیالیو کې خپله دویمه لوبه نن له کویټ سره ترسره کړي.
رسنیو راپور ورکړی چې په متحده عربي امارتو او عمان کې د سختو ورښتونو او توپان پایله کې لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه شوي دي.
له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو دویمې مرحلې له پیل سره سم د بېپولې ډاکټرانو سازمان (MSF) وايي، په جدي ډول د هغو افغانانو په اړه اندېښنه لري چې له دغه هېواده ایستل کېږي.
د اسرائیلو د پوځ مشر پر ایران د برید څرنګوالي او وخت ته له اشارې پرته وايي، هېواد به یې د ایران د توغندیزو بریدونو ځواب ورکوي، خو ایران خبرداری ورکړی چې د اسرائیل د بیاځلې برید ځواب به سمدستي او قاطع ورکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن