Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ځايي مسوولین وايي چې په غزني، پروان او بادغیس ولایتونو کې د جلا ترافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
د پروان د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې د «افغان ښځو» (AWEC) په نوم د ښوونیز مرکز په مالي ملاتړ په ۸۳ ګروپونو کې تنظیم شوو ۴۹۸ ښځو ته د خیاطۍ بېلابېل ماشینونه او وسایل ووېشل شول.
په پروان کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ په بازار کې اورلګېدنې هټۍوالو ته شاوخوا لس میلیون افغانیو زیان اړولی دی.
پروان کې امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت د سیاهګرد ولسوالۍ په بازار کې د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ او دوه نور ټپیان شوي دي.
سیمهییز چارواکي وایي، د پروان ولایت غوربند دره کې د سېلابونو راوتلو له امله د پروان – بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.
چارواکو په پروان کې د شل ټنه بېکیفیته، تقلبي او تاریختېرو توکو د له منځه وړو پر مهال وویل، د خوندي خوراکي توکو او درملو بازار درلودو لپاره د دغه ډول توکو د له منځه وړل د حکومت په لومړیتوبونو کې دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، نن سهار د دغه ولایت په نجراب ولسوالي کې د یوه ۱۹ کلن ځوان مړی موندل شوی دی.
ناپېژانده کسانو نن سهار د پروان ولایت په بګرام ولسوالۍ کې یو ۲۵ کلن ځوان په ډزو وژلی دی.
پروان کې د محصلینو د والیبال د شپږو ټیمو ترمنځ د «ارغوانګل» والیبال جام سیالیو اتلولي «عقابان» لوبډلې وګټله او «فتح خیبر» ټیم دویم مقام خپل کړ.
د پروان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د یوه واده د ګډونوالو موټر چپه شوی چې له امله یې لس ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.
د کاپیسا امنیه قومانداني وايي، په دغه ولایت کې یې یو ۱۳ کلن هلک چې د خپلې مور، خور او ورور په وژلو تورن دی، نیولی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال پروان ولایت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي، څرنګه چې جهاد ګډ مسوولیت و، همدا ډول اوسنی اسلامي نظام هم د ټولو ولسونو شریک ټغر دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP