ژبه

د پروان – بامیان لویه لار د سېلابونو له امله وتړل شوه

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۳): سیمه‌ییز چارواکي وایي، د پروان ولایت غوربند دره کې د سېلابونو راوتلو له امله د پروان - بامیان لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه.

دغه څرګندونې د پروان ولایت امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې کړې دي.

سرچینې لیکلي چې نن د پروان غوربند درې شینوارو ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې سېلابونه راوتلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، د یادو سېلابونو راوتلو له امله د پروان – بامیان لویه لار تړل شوې‌ ده چې ګڼ مسافر اوس هم د لارو د بندېدو له امله په سیمه کې بند پاتې او له ستونزو سره مخ دي.

امنیې قوماندانۍ لیکلي، د ټولګټو ریاست او د دغه قوماندانۍ مسوولین سیمې ته رسېدلي او ژر تر ژره به دغه لار بېرته خلاصه کړي.