Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
ننګرهار کې سیمهییز مسوولین وایي، له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو دویمې لړۍ له پیل سره سم په تېرو درېیو ورځو کې د تورخم له لارې شاوخوا زر کورنۍ راستنې شوې دي.
په داسې حال کې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د را ایستلو په دویمه څپه کې تر اوسه د ګوتو په شمېر کورنۍ هېواد ته راکډه شوې، ننګرهار کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولین وايي چې بشپړ چمتووالی لري او هڅه کوي د تېر ځل په څېر ورته ښه خدمات وړاندې کړي.
د ننګرهار امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په حصارک ولسوالۍ کې یوه ښځه له خپلو درېیو ماشومانو سره سیند ته لوېدلې او ژوند یې له لاسه ورکړی دی.
د تورخم کمیسارۍ مسوولین وايي، تورخم دروازه نن د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانیستل شوه او خلک اوس کولای شي په قانوني ډول پرته له کومې ستونزې تګ راتګ وکړي.
جلالاباد (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۴): د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، تورخم کې پاکستان اړخ ته د پلټنې د ځینو وسایلو بیارغونې چارې نه دي بشپړې شوې، نو ځکه به لاره هم نن د ناروغانو او مسافرو پر مخ نه پرانیستل کېږي.
د ننګرهار ولایت د ښاروالۍ او کرنې ریاستونو له لوري د څه باندې ۱۱ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې د دوو پروژو چارې پیل شوې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، د تورخم په نښته کې چې نن تر ١١ بجو روانه وه، د ا.ا یوه سرتيري ژوند بایللی او مقابل لوري ته هم مرګژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي، تورخم کې شاوخوا ۲۲۰۰ د مالټو بېکیفیته نیالګي بېرته پاکستان ور وګرځول شول، په دغه ولایت کې د مالټو بېلابېل بوټي شته او اړتیا نشته چې له نورو هېوادونو بياساسه نیالګي را وارد شي.
د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري، د دغه ولایت د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې په بڼ کې د نرګس ګل کلنۍ مشاعره جوړه شوه.
د ننګرهار د کرنې رياست وايي، په دغه ولايت کې د کبانو د روزنې او تولید کاروبار وده کړې او سږکال ۲۰۰ ټنه کبان تولید شوي دي.
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، تورخم کې د امنيتي منسوبینو له لوري پاکستان ته د ۱۳۶ لرغونو سیکو د قاچاق مخه نيول شوې ده.
سیمهییز مسوولین وایي، په لغمان او ننګرهار ولایتونو کې د دوو ترافیکي پېښو له امله څلورو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او اووه تنه نور ټپیان دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP