Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
خوست کې د ښوونځيو يو شمېر زدهکوونکي او ښوونکي وايي، لا هم په دغه ولايت کې د ښوونځيو د سرپناه ستونزه پر ځای ده او زرګونه زدهکوونکي په ازاده فضا کې زدهکړې کوي.
يو شمېر افغان سوداګر او د بار وړونکو موټرو چلوونکي وايي، پاکستان پر غلامخان بندر ډېر محدود شمېر بار وړونکو موټرو ته اجازه ورکوي چې له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.
خوست کې د حکومتي مسوولینو، دیني عالمانو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو کورنيو ترمنځ ۱۳ کلنه دښمنۍ پای ته ورسېده.
د خوست د جلغوزیو اتحاديې مسوولین وايي چې سږ کال په دغه ولایت کې د جلغوزیو حاصلات ۳۵۰۰ ټنه اټکل شوي چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال وايي چې اسلامي امارت د رسنيو له اغېزمنتيا څخه انکار نه شي کولی، خو ځينې ډلې د رسنیو له نوم غلطه ګټه اخلي.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ د لرې پرتو سيمو يو شمېر زدهکوونکي وايي چې ثانوي زدهکړو ته د نه لاسرسي له امله یې زدهکړې په نيمايي کې پاتې کېږي.
خوست کې د څه باندې ۹۳ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه کانال د جوړولو چارې پيل شوې.
د خوست سیمهییز مسوولین وايي، دغه ولایت کې د ۷۴ زره امريکايي ډالرو په لګښت د اتو کارېزونو د بیارغونې او پاکولو چارې پيل شوې.
د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس وایي، د دغه ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته درېدلې او په دغه نښته کې د پاکستان پوځ دوې پوستې تخریب او یو زغروال ټانګ له منځه یوړل شو.
خوست ښار کې د څه باندې ۱۸ ميليون افغانيو په لګښت د دوو رغنيزو پروژو چارې پيل شوې.
ځایي سرچینې وایي، په خوست ولایت کې د څلورو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پیل شوې خو ځيني لوبغاړي د دې لوبې د معیاري لوبغالي جوړېدو غوښتنه کوي.
د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي له کمزورو روغتیايي خدمتونو شکایت کوي او وايي، اړ دي چې د یوې عادي ناورغۍ لپاره هم د خوست ښار ته سفر وکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP