خوستښار (پژواک، ۲۶ تله ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال پاکستان ته خبرداری ورکړی چې تاوتریخوالي ته دې د دوام له ورکولو ډډه وکړي او له عقل او هوښه دې کار واخلي؛ ځکه د ده په وینا، د کړکېچ دوام به د دغه هېواد پر زیان تمام شي.
د کورنیو چارو وزارت لومړی مرستیال مولوي محمدنبي عمري نن په خوست کې د نوي والي د معرفۍ په غونډه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالو ته په اشاره وویل چې اسلاماباد دې تاوتریخوالي ته د دوام له ورکولو ډډه وکړي.
هغه زیاته کړه: «دوه کاله وړاندې زه د ټيټيپي او پاکستان د حکومت ترمنځ د مذاکراتو غړی وم، په خوست او کابل کې مو مجسلونه کړي، خو دا د جناح زامن پر ټيټيپي ملامت دي، په دې کې هيڅ شک نشته؛ ځکه د ټيټيپي غوښتنې منطقي، شريعي او قانونې وې، هغوی ته مو پېش کړې او دلته يې راسره ومنلې، خو هلته د هيجړاګانو په شکل کې چې ګرځي، لکه محسن داوړ او نور هغه پر دې پوهېدل چې که دا جوړه وشي نو زموږ اقتدار او محبوبیت له لاسه وځي نو مخالفت يې وکړ.»
د نوموړي په خبره چې ټيټيپي نه اسلامي امارت راوستلی، نه یې ملاتړ کړی او نه هم د اسلامي امارت په وخت کې افغانستان ته راغلی دی، بلکې دا د تېر حکومت مهال ټيټيپي ده چې هغه وخت دلته موجوده و.
عمري وویل، له «فتحې» وروسته د یادې ډلې مشران او جنګیالي ټول قبايلي سیمو ته ستانه شوي او اوس په افغانستان کې شتون نه لري.
هغه زیاته کړه: «کله چې په اسلاماباد او کراچۍ کې حمله کېږي، پاکستان دې دا په موږ نه را اړوي.»
نوموړي پاکستان ته د خبرداري ورکولو په بڼه وویل: «که يو ځل مو درباندې د متجاوز او يرغلګر فتوا ولګوله، قسم په خدای که بيا د انډيا تر سرحده پورې خلاص شئ، بيا به دې هر څه د دې خلکو غنيمت وي او ورپاتې به وي او خدای دې وکړي چې پاکستان له عقل او هوش څخه کار واخلي.»
هغه په پای کې وویل، افغانستان د تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو په جریان کې ډېر ځپل شوی او له نږدې یې لیدلي چې جنګونه د تاوان سبب ګرځي، اقتصاد ګډوډوي، یتیمان او کونډې پیدا کوي خو په دوی (پاکستان) کې عقل نشته، که وای عافيه صديقي به يې امريکايانو ته نه ورکوله.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP