Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي په دغه ولايت کې د هغو ۱۲ جامع جوماتونو د چارو د بيا پيل غوښتنه کوي چې له تېرو شاوخوا درېیو کلونو راهيسې په ټپه ولاړې دي.
د خوست په تڼيو ولسوالۍ کې د درېيو کورنيو ترمنځ ۵۰ کلنه دښمني پر دوستي بدله شوه.
له د اريانا افغان هوايي شرکت وروسته کام اير هوايي شرکت هم د خوست له نړۍوال هوايي ډګره د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته الوتنې پيل کړې.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست وايي، سږ کال د دغه ولايت د غنمو په حاصلاتو کې ۳۰ سلنه زياتوالی راغلی دی.
د خوست د یعقوبیو صبریو یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې کلونه مخکې د یوه ۳۰ بستریز روغتون لپاره ودانې جوړ شوې، تر اوسه فعال شوی نه دی خو ځینې برخې یې نړېدلي دي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولين وايي چې په دغه ولایت کې يې په تېر يو کال کې شاوخوا زر هکتاره ځنګلونه بيا احيا کړي دي.
د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالداراۍ رياست مسوولين وايي چې تېر کال په دغه ولایت کې له ۴۳۰ فارمونو ۶۵۰ ټنه شات ترلاسه شوي خو ښايي سږ کال به د شاتو د تولیداتو کچه ټيټه وي.
د خوست د ټولګټو رياست مسوولين وايي، د خوست – پکتیا لويه لار د ترافیکو پر مخ بېرته خلاصه شوې خو لاهم کار پرې روان دی.
د خوست حکومتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سوالګرو ټولولو کمپان پيل کړی دی.
په خوست کې يو شمېر مېشت کوچيان وايي چې د ژوند د ګڼو نورو لومړنيو اسانتياوو نشتون ترڅنګ يې ماشومان ښوونځيو ته لاسرسی نه لري.
د خوست يو شمېر اوسېدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د غازي ببرک خان ځدراڼ تاريخي کلا د نړېدو له ګواښ سره مخ ده.
د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال مولوي محمدنبي عمري خوست ولایت کې یوې غونډې ته ویلي، د موجوده نظام د بقا لپاره اړينه ده چې د حکومت مشران د ديني علومو ترڅنګ عصري علومو ته هم لازمه پاملرنه وکړي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن