Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
په خوست کې د «زرغون خوست» په نوم د نيالګيو اېښودلو درې ورځنۍ مېله پيل شوه چې په ترڅ کې به يې په دغه ولایت کې زرګونه مثمر او غيرمثمر نيالګي کېښودل شي.
د خوست حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د نفت او ګازو مديريت څو کارکوونکي او د تېلو پمپونو يو شمېر مالکان د مالي فساد په تور نيول شوي دي.
د خوست امنيتي مسوولين وايي، هغه دوه کسان یې نيولي چې څه موده وړاندې یې د نجونو د کورونو ترڅنګ هوايي ډزې کړې وې او له هغوی سره یې د کوژدن کېدو ادعا کوله.
د خوست د خوړو او درملو ادارې مسوولین وايي چې په تېرو پنځو میاشتو کې ۱۵۰۰ بورۍ بېکیفیته خوراکي او یوه اندازه نور توکي بېرته پاکستان ته ګرځول شوي دي.
د خوست مرکز اړوند د غازياباد سیمې اوسېدونکي وايي چې درې کاله وړاندې یې په سیمه کې کلینیک ته ودانۍ جوړه شوې، خو تر اوسه نه دی فعال شوی.
خوست کې هغه سل جسدونه خاورو ته وسپارل شول چې له يوه ډلهييز قبر څخه را ايستل شوي وو.
د خوست امنيه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې له ۲۰ میله ډېر غیرقانوني وسلې او نور تجهیزات ترلاسه شوي دي.
د خوست تڼیو ولسوالۍ ته د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د وارداتي برېښنا د لېږد چارې پیل شوې
د رييسالوزرا سياسي مرستيال خوست کې د یوې ديني مدرسې فراغت غونډې ته وويل، چا ته به اجازه ور نه کړي چې د دوی په قربانيو د لاسته راغلي نظام خلاف يو کوچنی حرکت هم وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وایي، اسلامي امارت له نړۍ سره ښه تعامل لري خو ځينې مغرضې کړۍ هڅه کوي چې د افغانستان اړیکې له نړې سره خرابې کړي.
د ریيسالوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وايي، اوسنی نظام يوازې د علماوو او طالبانو نه دی، بلکې د افغانستان ټول قومونه او هر وګړی پهکې برخه لري.
د خوست د يو شمېر سيمو اوسېدونکي وايي چې د شلو کلونو په تېريدو لا هم مخابراتي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن