ژبه

د خوست د نفت او ګازو مدیریت څو کارکوونکي د مالي فساد په تور نیول شوي

خوست‌ښار (پژواک، ۱۳ کب ۱۴۰۲): د خوست حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت د نفت او ګازو مديريت څو کارکوونکي او د تېلو پمپونو يو شمېر مالکان د مالي فساد په تور نيول شوي دي.

د خوست د نفت او ګازو مديريت عملياتي مدير احسان‌الله پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوی یو شمېر کارکوونکي او د تېلو پمپونو ځیني مالکان د دغه ولايت د امنيتي او کشفي ارګانونو له خوا د مالي فساد په تړاو نيول شوي دي.

هغه وويل، د دوی څو کارکوونکو په غير رسمي وخت کې د تېلو يو شمېر پمپونو له مالکانو سره د بډو اخيستو په بدل کې د تېلو د پلور ورځنۍ اندازه کموله چې ونیول شول.

د هغه په وينا، په دې کار سره د پمپونو څښتنانو د مالياتو له ورکولو تېښته کوله چې ملي عوايدو ته يې ميليونونه افغانۍ زيان رساوه.

نوموړي د نیول شوو کسانو د شمېر او نورو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه.