د غور د ټولګټو چارو رییس د غور – کابل لویې لارې له تړل کېدو خبر ورکوي او له مسافرو یې غواړي چې د هوا تر ښه کېدو پورې له سفر کولو ډډه وکړي.
د غور د فېروزکوه ښاروالۍ مسوولین د روان کال تېرو ۱۱ میاشتو کې د څه باندې ۳۴ میلیون افغانۍ عوایدو له راټولولو خبر ورکوي او وايي، په دې موده کې په دغه ښار کې ۱۲ رغنیزې پروژې هم تطبیق شوې دي.
د غور ځايي مسوولین وايي چې د غور – کابل لویه لار د ډېرې واورې له امله د موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د غور امنیتي مسوولین وایي چې درې کسان یې د دغه ولایت ساغر ولسوالۍ کې د کمیابو مرغانو د ښکار په تور نیولي دي.
د غور ولایتي روغتون مسوولین وايي چې په تېره نږدې یوه میاشت کې پر شري اخته ۱۲۸ ماشومان په دغه روغتون کې بستر شوي خو ځیني پایوازان په یاد روغتون کې د بسترونو له کموالي شکایت لري.
د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د مرکز فېروزکوه ښار په مربوطاتو کې د ګاز ډبې چاودنې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ شپږ غړي ټپيان شوي دي.
غور کې ځيني هغه ماشومان چې د بېوزلۍ او لوږې له امله په غیرقانوني توګه ایران ته تللي وو خو اوس بېرته هېواد ته رااړول شوي، له اسلامي امارته غواړي چې دوی ته د کار زمینه برابره کړي.
د غور روغتیايي مسوولین تېرو نهو میاشتو کې دغه ولایت کې پر خوارځواکۍ د اخته ۷۰۰ ماشومانو له ثبتېدو خبر ورکوي او وايي چې په همدې موده کې د دې ناروغۍ له امله ۲۲ ماشومان مړه شوي دي.
د غور ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چهارسدې ولسوالۍ کې یې درې تنه د تاریخي سیمو د کیندنې او درې نور د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې د نشهیي توکو قاچاق په تور نیولي دي.
غور کې پر نشهيي توکو روږدې یو شمېر ښځې وايي چې له دوی سره د ډېری خلکو چلند سم نه دی؛ سپکاوی ورته کېږي او ځینو مواردو کې ان فزیکي تاوتریخوالی ورسره کېږي.
د غور امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې اته ښکاریان د وحشي ژوو او مرغانو د ښکار پر مهال نیول شوي دي.
غور کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په تیوره ولسوالۍ یو کس د خپلې انا د وژلو په تور نیول شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP