ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غور کې پر نشه‌يي توکو روږدې ښځې د خلکو له ناسم چلند او درملنې له لړۍ شکایت لري

غور کې پر نشه‌يي توکو روږدې ښځې د خلکو له ناسم چلند او درملنې له لړۍ شکایت لري

author avatar
14 Jan 2024 - 16:24
غور کې پر نشه‌يي توکو روږدې ښځې د خلکو له ناسم چلند او درملنې له لړۍ شکایت لري
آرشیف
author avatar
14 Jan 2024 - 16:24

فېروزکوه (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): غور کې پر نشه‌يي توکو روږدې یو شمېر ښځې وايي چې له دوی سره د ډېری خلکو چلند سم نه دی؛ سپکاوی ورته کېږي او ځینو مواردو کې ان فزیکي تاوتریخوالی ورسره کېږي.

۳۸ کلنه لطیفه چې له خپل خاوند او دوو ماشومانو سره د فېروزکوه ښار په یوه څنډه کې په یوه کور کې ژوند کوي، وايي چې د خراب اقتصادي وضعیت سربیره له ډېرو ټولنیزو ستونزه سره مخ ده.

هغې چې له څه باندې پنځو کلونو راهیسې پر نشه‌يي توکو روږدې شوې پژواک خبري اژانس ته یې وویل چې خاوند یې پر نشه‌يي توکو روږدی و، هغه او کوچنی ماشوم یې هم پرې روږدې شول.

لطیفې زیاته کړه: «خاوند مې لس کاله مخکې ایران ته لاړ او کله چې بېرته راستون شو روږدی و، روږدي ملګري یې پیدا کړل او بالاخره زه او زما دوه وړې لوڼې یې هم پر دغه عمل روږدې کړو، خاوند مې په کور کې له خپلو ملګرو سره نشه‌يي توکي څکول، موږ به هم وو او پر دې ناروغۍ اخته شوو.»

هغه زیاتوي، له هغه مهاله چې پر دغه عمل اخته شوې، له ډېرو ستونزه سره مخ شوې او د بې‌وزلۍ او نادارۍ ترڅنګ له فزیکي تاوتریخوالي او دغه راز د خلکو له لوري سپکاوي سره مخ ده.

هغې وویل: «ډېری خلک په ځانګړې توګه ماشومان ما او ماشومان مې په تېږو او لرګیو وهي، د خلکو دروازو ته ورځو، ډوډۍ نه راکوي، وايي چې تاسو روږدو ته ډوډۍ ورکول ښه نه دي. موږ ته ښکنځلې کوي، ډېر ځوریږو، احساس کوو چې ټولنه له موږ بد وړي، خو چاره نه لرو.»

یاده روږدې ښځه زیاتوي، په وار وار یې هڅه کړې چې دغه عمل پرېږدي، خو د نشه‌يي توکو شتون او هغو ته د لاسرسي له امله پر دغه کار نه ده بریالۍ شوې.

هغه زیاتوي، خاوند او د خاوند ملګري یې دې او ماشومانو ته یې نشه‌يي توکي ورکوي.

نوموړې دغه راز وايي چې روږدو ښځو لپاره د ځانګړي روغتون نه شتون له امله نشې کولای له دې ناروغۍ خلاصه شي او تر اوسه د هیڅ بنسټ له لوري د هغوی د ژوند وضعیت ته او دا چې دوی دغه عمل پرېږدي هیڅ پاملرنه نه ده ورته شوې.

هغه اوس نه پوهېږي چې د دې او د ماشومانو برخلیک به یې څه وي، یوازینۍ هیله یې دا ده چې ماشومان یې روغ شي.

یوازې لطیفه او ماشومان یې نه دي چې له دې ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي او سخت ژوند تیروي، بلکه لسګونه نورې ښځې هم شته چې له داسې تریخ برخلیک سره مخ دي.

۲۹ کلنه راضیه، یوه بله له هغو مېرمنو ده چې له شپږو کلونو راهیسې د خپل خاوند د روږدي کېدو له امله پر نشه‌يي توکو روږدې ده.

راضیې پژواک خبری اژانس ته خپله کیسه دا ډول بیان کړه: «خاوند مې اته کاله مخکې د ښیښې په نوم پر نشه‌یي توکو اخته شو، لومړیو کې نه پوهېدم، ډېری شپې به کور ته نه راته، شپږ کاله مخکې یوه شپه له دوه نورو نارینه‌وو سره کور ته راغی، موږ یوه خونه او دلیز درلود، هغوی خونه کې د ښېښې پر څکلو پیل وکړ او ټول کور لوګي ونیوه، هڅه مې وکړه چې له کوره یې وشړم، خو خاوند مې راباندې غوسه شو، زه یې ووهلم او هغوی مې ونشو ایستلای، هوا سړه وه او دغه کار څو نورې شپې هم تکرار شو چې پایله کې زه هم پر دې ناروغۍ اخته شوم او له هغوی سره مې همدا نشه‌يي توکو څکول.»

هغه دغه راز وايي، پر نشه‌یي توکو له اخته کېدو وروسته د ګاونډیانو او نورو خلکو له لورې ورټل شول.

راضیه او خاونده یې داسې مهال پر نشه‌یي توکو اخته شوي چې زوی یې د بې‌وزلۍ او ناچارۍ له امله ایران ته تللی دی.

راضیه زیاتوي: «زوی مې ۱۴ کلن دی، د غریبۍ له امله ایران ته تللی، زوی مې د خپل پلار له روږدي کېدو خبر و او زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب و، زوی مې ایران ته لاړ، څلور کاله کېږي چې ترې خبر نه لرو.»

راضیه هیله څرګندوي چې زوی یې پر نه وي روږدی شوی او نه غواړي چې خپل زوی په داسې حال کې وویني.

هغه هیله لري چې دغه عمل پریږدي، خو نشه‌یي توکو ته د اسانه لاسرسي او د درملنې ځانګري ځای نشتون له امله له دغه درده خلاصون نه لري.

راضیه دغه راز وايي چې د روږدو درملنې روغتون ډاکټرانو څو ځله په کور کې د دې درملنه کړې، خو هیڅ پایله یې نه ده ورکړې.

هغه اوس غواړي چې د روږدو ښځو او ماشومانو د درملنې مشخص مرکز جوړ شي څو د دوی وضعیت ته سمه رسېدنه وشي.

بې‌وزلي، بې‌کاري او د نشه‌توکو زیانونو په اړه د کورنیو نه خبرتیا د دې لامل شوي څو یو ‎شمېر نارینه، ښځې او ماشومان پر دغو توکو اخته شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، غور ولایت کې څه باندې ۳۰۰ پر نشه‌یي توکو روږدې ښځې شتون لري چې د دغه ولایت د روږدو د درملنې د ۲۰ بستره روغتون ټیم یادو ښځو ته درمل ورکوي.

بلخوا، د غور د عامې روغتیا رییس عبدالستار موفق وايي چې د هېواد مرکزي چارواکو ته یې دغه ولایت کې د روږدو درملنې ۲۰ بستریز روغتون د ظرفیت لوړولو وړاندیزونه کړي او هڅه کېږي څو د بسترونو د شمېر پر ډېرېدو سربېره دغه روغتون کې د روږدو ښځو د درملنې زمینه هم برابره شي.

نوموړي وویل: «موږ وړاندیز کړی او هڅه کوو څو نږدې راتلونکي کې د دغه ولایت د اعتیاد پرېښودو ۲۰ بستریز روغتون د بسترونو شمېر لږ تر لږه ۵۰ بسترو ته ورسوو څو د روږدو ښځو درملنه هم وکولی شو.»

د غور د عامې روغتیا رییس زیاته کړه چې اوسمهال پر نشه‌یي توکو د روږدو ښځو درملنه د دغه ولایت د روږدو د درملنې ۲۰ بستریز روغتون د ټیمونو له لورې په کورنو کې ترسره کېږي چې بسنه نه کوي.

Visits: 125

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.