Language

د غور – کابل لویه لار د ترافیکو پر مخ وتړل شوه

فېروزکوه (پژواک، ۲۹ سلواغه ۱۴۰۲): د غور ځايي مسوولین وايي چې د غور – کابل لویه لار د ډېرې واورې له امله د موټرو پر مخ تړل شوې ده.

د غور د والي ویاند مولوي عدالواحد حماس پژواک خبري اژانس ته وویل: «له تېرې ورځې تر اوسه د باران او واورې اورېدو له امله د غور – کابل لویه لاره د بکک کوتل سیمه کې د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.»

هغه زیاته کړه د بکک کوتل دواړو لورو ته یو شمېر موټر ایسار پاتې دي.

د غور سیمه‌ییز مسوولین وايي چې په دغه کوتل کې د ایسارو مسافرو شمېر نه دی معلوم خو د ژغورنې لپاره یې هڅې روانې دي.

بکک کوتل له هغو لارو دی چې د لږ باران او واورې په اورېدو سره د ترافیکو پر مخ تړل کېږي او مسافرو ته ستونزې جوړوي.