کابل (پژواک، ۱۹ مرغومی ۱۴۰۲): د غور امنیتي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په شهرک ولسوالۍ کې اته ښکاریان د وحشي ژوو او مرغانو د ښکار پر مهال نیول شوي دي.
د غور امنیې قومانداني ویاند مولوي عبدالرحمن بدري نن (سهشنبه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «د شهرک ولسوالۍ امنیتي منسوبینو هغه اته کسان نیولي چې غوښتل یې په غیرقانوني ډول غرني حیوانات او مرغان ښکار کړي یا یې ونیسي.»
نوموړي زیاته کړه، هغوی د اسلامي امارت د حکم له مخې ټولو امنیتي ځواکونو ته هدایت ورکړی چې له دغه ډول خلکو سره قانوني او جدي چلند وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د نایابه مرغانو او حیواناتو پر ښکار بندیز دی او هیڅوک د دغه کار حق نه لري.