Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، اسرائیلو د غزې شمال کې پر یوه ښوونځي هوايي برید کړی چې په له امله د ماشومانو په ګډون ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست له یوه ایراني پلاوي سره په لیدنه کې ویلي، د ایران حکومت دې له افغان کډوالو سره له زغم او نرمښته کار واخلي.
د راپورونو پر بنسټ د ډونالډ ټرمپ ادارې د امریکا د روغتیايي بنسټونو د لس زره کارکوونکو د ګوښه کولو بهیر پیل کړی دی.
د راپورونو له مخې، اسرائیلي ځواکونو د کوچني اختر په لومړۍ ورځ پر غزه برید کړی چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.
د راپورونو له مخې، میانمار او ټایلېنډ کې د زلزلو له امله څه باندې ۱۷۰۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۳۴۰۰ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان بانک تېر لمریز کال د افغانۍ ارزښت او ثبات ساتلو په موخه ۴۰۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلام کړي؛ که څه هم اقتصادي شنونکي دغه اقدام د لنډمهال لپاره اغېزناک بولي خو ټینګار کوي چې حکومت باید پر نورو لارو هم غور وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي، تېر لمریز کال کې ۳۶۳۰۰ مټریک ټنه اضافي غنم په دولتي سېلوګانو کې زېرمه شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې په تېر لمریز کال کې د څه باندې ۴۷۴ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له افغانستانه نږدې ۱۶۰ زره ټنه وچه مېوه صادر شوې ده.
د اقتصادي کمېسیون غونډه کې د ننګرهار په حصارشاهي صنعتي پارک کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید لپاره د خصوصي سکټور د ۵۰،۶۹ میلیون ډالرو د پانګونې طرحه تایید شوه.
د افغانستان ستره محکمه وايي، د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له زندانونو ۲۴۶۳ بندیان ازاد شول او ۳۱۵۲ نور بندیانو ته د بند په موده کې تخفیف ورکړل شوی.
میانمار کې د رېښتر په کچه د یوې ۷،۷ درجې زورورې زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۴۴ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۳۲ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان برېښنا شرکت له خصوصي سکټور سره د ۲۰،۷ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا د تولید او انتقال د لسو پروژو تړونونه لاسلیک کړل.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP