Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزه کې د اسرائیلو په تازه بریدونو کې ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۶ وری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اسرائیلو د غزې شمال کې پر یوه ښوونځي هوايي برید کړی چې په له امله د ماشومانو په ګډون ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

د بي‌بي‌سي راپور له مخې، د اسرائیل پوځ په غزې تراړې، د سوریې د پلازمېنې دمشق په سوېلي برخو او د لبنان سوېل کې د هوايي بریدونو نوې لړۍ پيل کړې ده.

د غزې روغتیا وزارت تېره ورځ ویلي چې د دې تراړې شمال کې پر دارلارقام ښوونځي د اسرائیل په یوه هوايي برید کې د ماشومانو په ګډون ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی.

د راپور له مخې، په دغه ښوونځي کې یو شمېر فلسطیني کډوال او هغه خلک مېشت وو چې په تېرو اونیو کې د غزې شمال ته ورګرځېدلي دي.

اسرائيلي ځواکونو پر غزې او سوریې سربېره لبنان کې هم خپل بریدونه جاري‌ ساتلي.

له دې سره حماس اعلان کړی چې د پوځي‌ څانګې دوه غړي یې د لبنان پر سوېل د اسرائیل یوه برید کې ژوند له لاسه ورکړی.

په هغوی کې یو د حسن فرحات په نوم د دغه غورځنګ پوځي‌ قوماندان دی او د دویم کس د هویت په اړه لا څه نه دي‌ ویل شوي.

حماس ویلي چې دوی د لبنان د سوېل په صیدا ښار کې د اسرائیل په یوه هوايي برید کې په نښه شوي‌ دي.

ورته مهال، د ترکیې بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان سوریه کې د اسرائیلي ځواکونو د تېرو دوو ورځو له بریدونو وروسته رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې هېواد یې نه غواړي له اسرائيل سره د سوریې خاوره کې جګړه پیل کړي.

د اسرائیل پوځ په جنورۍ کې د قطر او مصر په منځګړیتوب له حماس سره پر یوه اوربند هوکړه وکړه، خو د شاوخوا دوو میاشتو له تېرېدو وروسته یې له تېرو دوو اونیو راهیسې غزه کې یو ځل بیا بریدونه پیل کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.