Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د درېیو نړۍوالو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې زمبابوې ته د اتو وېکټو په توپیر ماتې ورکړه او په دې سره یې د دغو سیالیو لوبلړۍ وګټله.
د سپیڼې ماڼۍ د ملي امنیت شورا مرستیال د پاکستان د بالسټیک توغندیو پر پروګرام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې امریکا د پاکستان اقداماتو ته د څرګندېدونکي ګواښ په سترګه ګوري.
ورزشي مسوولین وايي چې نن په کابل کې د ۲۸ کلپونو د ۲۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د پارکور ټاکنیزې سیالۍ ترسره شوې.
کابل کې نن د نهو لوبډلو ترمنځ د اتلولۍ جام په نوم د والیبال سیالۍ پیل شوې چې شپږ ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي، د فوټبال ملي لوبډله به د ۲۰۲۷ کال اسیا جام سیالیو ته د لارموندنې په مقدماتي سیالیو کې له پاکستان، میانمار او سوریي لوبډلو سره په یوه ګروپ کې ولوبیږي.
د المپیک ملي کمېټه وایي، افغان ورزشکارانو د مصر په کوربهتوب د پهلوانۍ په نړۍوالو سیالیو کې یو د نقرې، دوه د سرو زرو او دوه د برنزو مډالونه ګټلي او دویم مقام یې خپل کړی دی.
کابل کې د یو شمېر بهرنیو لوبغاړو په ګډون د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د اوزلوبې غورهلیګ شپږم پړاو سیالۍ پیل شوې چي لس ورځې به دوام وکړي.
د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو د پنځوس اوریز اسیا جام سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې خپله درېیمه او وروستۍ لوبه نیپال ته وبایله او په دغو سیالیو کې یې سفر پای ته ورسېد.
د کرکټ له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو پنځوس اوریز اسیا جام سیالیو په لړ کې افغان لوبډلې خپله دویمه لوبه د سریلانکا لوبډلې ته وبایله.
د کرکټ نړۍواله شورا (ایسيسي) وایي، د هندوستان هېواد جې شاه نن د دې ادارې د نوي مشر په توګه دنده پیل کړه.
افغانستان کې د «کرنه د سولې لپاره» موسسې مسوولین وایي، که اسلامي امارت سره هوکړې ته ورسېږي، له اقلیمي بدلونونو سره د مبارزې په موخه به د نهه میلیارد ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړي.
د کډوالو چارو وزارت سرپرست افغانستان لپاره د ګډوالۍ نړۍوال سازمان له مشرې سره په لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان دې د بېړنیو مرستو پر ځای د افغان کډوالو اساسي ستونزو ته لومړیتوب ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP