د راپورونو له مخې، د امریکا او اوکراین چارواکي به راتلونکې اونۍ سعودي عربستان کې له یو بل سره وګوري او د سولې پر پلانونو به خبرې وکړي.
د ټولګټو چارو وزارت سرپرست کابل کې د ازبکستان له سفیر سره لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او سوداگریزې راکړې ورکړې پر دوام ټینګار کړی دی.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر (اوچا) ویلي چې په افغانستان کې د بېړنیو بشري مرستو رسولو لپاره ۴۸.۵ میلیون امریکايي ډالر ځانګړي شوي دي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د برازیل د څلور اړخیزو سیالیو په لړ کې په خپله لومړۍ لوبه کې ګرینلنډ ته ۵ پر ۴ ماته ورکړه.
د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په لړ کې نن د نیوزلېنډ او سوېلي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ دویمه نیمهپایلوبه ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام (چمپینز ټرافي) سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه کې انګلستان ته ماتې ورکړه.
د المپیک ملي کمېټې مسوولینو د ډبلیوټياېف تکواندو او د رزمي ورزشونو او سپورټ سبک ورزشکارانو د ستایلو مراسمو کې وویل چې روان کال کې افغان ورزشکارانو په بېلابېلو نړۍوالو لوبو کې ۱۵۰ مډالونه ګټلي دي.
د راپورونو له مخې، په شمالي وزیرستان کې وسلهوالو پر یوه چکپاینټ برید کړی چې څلور امنیتي کسان په کې وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وایي، د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې په نږدې راتلونکي کې به د ACC او POR کارتلرونکو په ګډون ټول افغان کډوال له اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو وباسي.
د راپورونو له مخې، د خیبر پښتوانخوا په دیره اسماعیلخان کې د سړک غاړې ماین چاودنه کې دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي دي.
د کابل ښاروالي له لوري د هوا ککړتیا د مخنیوي په موخه نن له لسو کلپونو څخه د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د «ژمني جام» په نوم د تکواندو سیالۍ پیل شوې چې دوه ورځې به دوام وکړي.
د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، په تېره مرغومي میاشت کې د څه باندې ۱۶۲ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات شوي چې د لېندۍ مياشتې د صادراتو په نسبت ۲۸ ميليون ډالر کموالی ښيي.