Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
سېمهییز چارواکي وایي، د غزني اندړو ولسوالۍ لپاره د څه کم شل میلیون افغانیو په لګښت نوې ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د ميدانوردګو د ورزش برخې مسوولین وایي، د دغه ولایت د پهلوانۍ فدراسيون له لوري د ۶۰ لوبغاړو ترمنځ د پهلوانۍ د غوراوي سيالۍ پيل شوې.
د غزني سېمهییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په دهیک ولسوالۍ کې څاه ته لوېدلیماشوم ونه ژغورل شوه او څلور هغه نور کسان هم د ګاز نیونې له امله مړه شوي چې د دغه ماشوم د ژغورنۍ هڅه یېکوله.
سېمهییز مسوولین وایي، د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې د یوې ترکي موسسې له لورې د ۳۰میلیون افغانیو په ارزښت یو دارالایتام جوړ شو.
د غزني د قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ناور ولسوالۍ په برکي سیمه کې د کوچیانو د لعلزو او عبدالوالو قومونو ترمنځ د څرځایونو پر سر رامنځته شوې شخړه هواره شوه.
د غزني په قرهباغ ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او اووه نور ټپیان دي.
د غزني امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
په میدانوردګو او غزني ولایتونو کې پر دوو موټرو له پخوا پاتې ماینونو چاودنې کړې چې له امله یې یوه ښځه وژل شوې او شپږ نور کسان ټپيان شوي دي.
حکومتي مسوولین وايي چې په میدانوردګو او پکتیا ولایتونو کې دوه کسان اوبو کې د ډوبېدو له امله مړه شوي خو دوه نور ژغورل شوي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په غزني ولایت کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوکوهنې دوه ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
د میدانوردګو امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د لاسي بم چاودنې له امله یو ځوان وژل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP