کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۱): له کرونا پر رغېدلو کسانو ترسره شوې څېړې ښيي چې په دغو کسانو کې رواني ستونزې تر درېیو او د
د مخکني حکومت یو چارواکی امانالله غالب چې له شاوخوا ۱۱ میاشتني ځنډ وروسته بېرته هېواد ته راستون شوی، له سرپرست حکومته غواړي، د دې ترڅنګ چې ښځو ته د کار، تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شي، په هېواد کې له شته کادرونو دې هم ګټه واخلي.
په پارلماني چارو کې د دولت مخکنی وزیر فاروق وردګ چې څو ورځې وړاندې هېواد ته راستون شوی وایي، د تېر حکومت ځیني نور سیاستوال هم غواړي چې هېواد ته راستانه شي؛ هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې ټول ملت دې په غېږ کې ونیسي.
ځینو خبري سایټونو او وېبپاڼو د کرونا ناروغۍ درملنې لپاره د «زېنک سلفېټ» ټابلېټونو د اغېزې په اړه مطالب خپاره کړي؛ خو د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، دا ګولۍ د بدن د معافیت په لوړولو کې اغېزناکې دي، خو د کرونا په درملنه کې یې اغېز تر اوسه نه دی ثابت شوی.
. . .
د کابل په طبي علومو پوهنتون کې د یو ورځني سیمینار پر مهال ټینګار وشو چې په هېواد کې د بیزو تڼاکې ناروغۍ په اړه د عامه پوهاوي کچه باید لوړه کړای شي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت د واکسیناسیون نړیوالې اوونۍ د نمانځلو په ترڅ کې په ټول هېواد کې د کرونا واکسین د کمپاین پیلولو خبر ورکړ او وايي چې سږ کال به ۴.۸ میلیون کسانو ته د کرونا او ۶.۹ میلیون ماشومانو ته د شري ناروغۍ واکسین تطبیق شي.
د عامې روغتیا وزارت د کابل ښار په نور روغتون کې، د لېزر په وسیله د سترګو او د سترګو د پردې لرې کولو عملیاتو ترڅنګ، د سترګو د ځینو نورو پېچلو عملیاتو د پیل خبر ورکوي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د کابل ښار په لېسه مریم سیمه کې د ځای پرځای شوي ماین چاودنې دوه کسان ټپيان کړي دي.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې د کرونا ویروس خپرېدو له پیل راهیسې څه باندې ۴۷۰۰ روغتیایي کارکوونکي پر دې ناروغۍ اخته شوي چې له ډلې یې ۹۷ مړه شوي دي.
کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د