ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فاروق وردګ: ځیني نور سیاستوال هم غواړي چې هېواد ته راستانه شي

فاروق وردګ: ځیني نور سیاستوال هم غواړي چې هېواد ته راستانه شي

author avatar
12 Jun 2022 - 20:48
فاروق وردګ: ځیني نور سیاستوال هم غواړي چې هېواد ته راستانه شي
author avatar
12 Jun 2022 - 20:48

کابل (پژواک، ۲۲ غبرګولی ۱۴۰۱): په پارلماني چارو کې د دولت مخکنی وزیر‎ فاروق وردګ چې څو ورځې وړاندې هېواد ته راستون شوی وایي، د تېر حکومت ځیني نور سیاستوال هم غواړي چې هېواد ته راستانه شي؛ هغه له اسلامي امارته وغوښتل چې ټول ملت دې په غېږ کې ونیسي.

هغه وويل، د مخکني نظام له رانسکورېدو ۷ ورځې وړاندې د درملنې لپاره له خپلې کورنۍ سره ترکيې ته ولاړ او د روان کال د غبرګولي په ١٨مه بېرته له کورنۍ سره د تل لپاره هېواد ته راستون شو.

وردګ له اسلامي امارته غواړي ‎چې په اوسني نظام کې ټولو افغانانو ته برخه ورکړي؛ ځکه خلک غواړي په دغه نظام کې د مالکیت احساس وکړي او غږ یې واورېدل شي.

پژواک خبري اژانس په دې اړه له فاروق وردګ سره ځانګړې مرکه کړې ده.

وردګ په دې اړه د پژواک د پوښتنې په ځواب کې چې ولې یې افغانستان پرېښود او ولې بېرته راستون شو؟ وویل: «لومړی باید ووایم چې ما وطن نه و پرېښی؛ زه د اګسټ په ۹مه یعنې له سیاسي بدلون څخه اووه ورځې مخکې چې د تېر کال د اګسټ په ۱۵ رامنځته شو، د درملنې لپاره ترکیې ته تللی وم او درملنه مې لا نه وه بشپړه شوې چې بدلون راغی، ځمکنۍ او هوایي لارې بندې شوې او همدا لامل شو چې د یو څه مودې لپاره له هېواده بهر پاتې شم.»

هغه چې پنځه ورځې مخکې له خپلې کورنۍ سره هېواد ته راستون شوی، وویل: «هره ورځ په دې فکر وم چې بېرته هېواد ته راستون شم او د راستنېدو دلایل لرم… زما د راستنېدو لامل په خپله خاوره کې او د خپلو خلکو ترمنځ اوسېدل او د خلکو خدمت کول دي.»

د نوموړي په وینا، تل یې هڅه کړې چې د خپلو خلکو او هېواد په خدمت کې وي.

وردګ د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې له ۱۰ میاشتني ځنډ وروسته هېواد ته راغلی، یعنې د راستنېدو موده یې ډېره وغځېده؟ وویل: «درې څلور میاشتې خو د راتلو امکانات نه و، طبیعي ده چې انسان تر څلورو میاشتو په یوه ځای کې پاتې شي، رشتې پیدا کوي، کورنۍ هلته ده، په ښوونځي کې د ماشومانو داخلول او بېرته یې له ښوونځي را ایستل په یوه ورځ کې نه کېږي چې ټولې ستونزې هوارې شي، یعني په طبیعي ډول سیاسي دلیل یې نه درلود چې ولې له هېواده زموږ لرېوالی لس میاشتې وخت ونیسي.»

خو وردګ د تېر حکومت یو چارواکی دی چې «له افغان شخصیتونو سره د تماس او راستنېدو کمېسیون» د هڅو له امله هېواد ته راستون شوی دی.

نوموړي د دغه کمېسيون جوړېدل په هېواد کې د يووالي او ورورولۍ لپاره مهم ګام وباله او ویې ویل، د دغه کمېسيون له جوړېدو وروسته له  ورسره اړیکه ونیول شوه چې هېواد ته راستون شي.

هغه زیاته کړه: «د یاد کمېسیون د اړیکې له لارې راغلم، خو احیاناً که کمېسیون نه وای جوړ شوای، بیا مې هم هوډ درلود چې بېرته هېواد ته راشم.»

د وردګ په خبره، دغه کمېسیون د تېر حکومت له یو شمېر نورو چارواکو سره هم په اړیکه کې دی څو هېواد ته راستانه شي.

هغه له جزیاتو او د چا له نوم اخیستو پرته په دې تړاو وویل: «یو شمېر سیاستوالو له ما سره اړیکه ونیوه او غواړي راشي؛ خو له بده مرغه …  زموږ د افغان شخصیتونو ترمنځ چې له هېواده بهر دي؛ ناسم پوهاوی رامنځته شوی او دلته په هېواد کې دننه فضا داسې ډول ده؛ یعنی مبالغه بیخي ډېره شوې او ډېر منفي تبلیغات شوي، زه فکر کوم چې زموږ ټولو مکلفیت دی چې په هېواد کې دننه او بهر هڅه وکړو څو شته ستونزې د مذاکرې او تفاهم له لارې هوارې کړو.»

وردګ په دې اړه د پوښتنې په ځواب کې چې ایا یاد کمېسیون له مخکني ولسمشر اشرف غني سره په اړیکه کې دی؟ وویل: «زه د هېواد له مخکني ولسمشر سره هېڅ ډول اړیکه نه لرم، له افغانستانه تر وتلو مخکې مې هم نه درلوده او په اړه یې هېڅ ډول خبر نه لرم.»

فاروق وردګ دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا په اوسني حکومت کې کوم پوسټ په پام کې ورته نیول شوی او کنه؛ وویل: «له هغه وخت او امکاناتو په استفادې چې خدای (ج) موږ ته راکړي، له دې پرته چې د کوم رسمي منصب او مسوولیت اخیستو په فکر کې شم، غواړم د خپلو خلکو لپاره د خدمت جوګه شم.»

هغه په ټینګار سره وویل، د مخکني نظام له پرځېدو مخکې یې له خپلې دندې استعفا کړې وه، نه یې هغه مهال غوښتل چې په کوم رسمي پوست کې کار وکړي او نه اوس غواړي.

وردګ زیاته کړه: «غواړم خپل پاتې ژوند له کوم رسمي مقام پرته د خلکو په منځ کې تېر کړم او خپلو خلکو ته خدمت وکړم.»

د هغه په ​​خبره، اوس د هر افغان دنده ده چې د ملي يووالي د ټينګښت او د يو موټي ملت د جوړېدو لپاره له هرې ممکنې لارې هڅه وکړي.

ځینو هېوادوالو په ټولنیزو پاڼو کې ادعا کړې، هغه چارواکي چې بهر ته تللي او بېرته راځي، موخه یې دا ده چې په بانکونو کې له خپلو شته پیسو په سوداګرۍ کې ګټه واخلي.

خو وردګ د دغو نظرونو په ردولو سره وویل: «زه په افغانستان کې هېڅ تجارت نه لرم؛ په خپل ۳۵ کلن ماموریت کې مې سوداګري نه درلوده او که تاسو ته چا ویلي وي، زه خوشحاله کېږم چې د هغه یوه کوچنۍ بېلګه ماته وویل شي، خو د ژوند مخته وړولو لپاره، مشروع لارې لرم، خو کوم تجارت نه لرم چې د پرمخ بېولو لپاره یې وطن ته راغلی اوسم.»

فاروق وردګ د اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو له لوري د هغه د امنیت ټینګولو له امله مننه وکړه.

هغه اسلامي امارت ته وړاندیز وکړ: «له اوسني نظامه په صرف نظر، که هر نظام وي، که د انزوا او نورو خلکو د لرې کولو په فکر کې وي، که هر نظام د نورو د ګوښه کولو فکر کې وي، خدای ناخواسته که دغه نظام هم تېره نسخه تکرار کړي، له پښېمانۍ پرته بل څه یې نه نصیب کېږي.»

نوموړي زیاته کړه: «دا نظام باید زموږ د ملت غږ واوري؛ په دې فکر کې وي چې ټول ملت په خپله غېږ کې ونیسي؛ خپله غېږ ورته خلاصه کړي؛ په دې کې هېڅ شرم نشته چې اسلامي امارت ټولو ته خپله غېږ پرانیزي؛ زموږ ټولو افغانانو ته چې هر ځای دي، ځای ورکړي، نظام یوازې د حکومت نه دی … په دې نظام کې باید موږ ټول د مالکیت احساس وکړو او غږ مو واورېدل شي.»

Visits: 107

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.