په کابل ښار کې سټېکر پلورونکي وايي، په هېواد کې له سیاسي بدلون وروسته ډېرو موټرچلوونکو چې مخکې به یې خپل موټرونه د عاشقانه شعرونو، ضرب المثلونو په لیکلو او انځورونو لګولو ښکلي کول، اوس ډېری یې له کلیمه طیبه او د قران کریم له ایاتونو استفاده کوي.
کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۱): مرکزي بانک وايي، د نړیوالې ټولنې د ۴۰ میلیونه ډالرو بشري مرستو نغدي بسته کابل ته راورسېده او یو سوداګریز
د طب پوهان، د کرونا ناروغانو لپاره د «توسیلېزومب امپول» د اغېزناکتوب په اړه خپاره شوي مطالب تاییدوي او وايي، دا امپول د کرونایي ناروغانو لپاره د مرستندویه درمل په توګه کارول کېږي.
ځيني طب پوهان په دې اړه خپاره شوي مطالب چې هپارین له کوم خطر پرته د کوویډ-۱۹ په درملنه کې د استفادې وړ دي، تاییدوي او وايي، دغه درمل خپله کرونا له منځه نه وړي خو له خطرونو یې مخنیوی کوي.
کابل (پژواک، ۲۷ چنګاښ ۱۴۰۱): یو شمېر افغان خبریالانو په اسلاماباد کې په یوه اعتراضیه غونډه کې، د نړۍ له هېوادونو په ځانګړې توګه کاناډا
یوه مېرمن چې په کابل ښار کې یې د خیاطۍ د یوې کارخونې په جوړولو سره لسو نورو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې، له حکومته غواړي څو د دې په څېر مېرمنو ملاتړ وکړي.
د طب پوهان په ټولنیزو رسنیو کې د کوویډ-۱۹ ناروغانو په درملنه کې د زنجبیل د موثریت په اړه خپاره شوي خبرونه غېر علمي بولي او وايي، که څه هم زنجبیل د بدن مقاومت زیاتولو لپاره ګټور بوټی دی، خو د کرونايي ناروغانو لپاره یې اغېز تر اوسه ثابت شوی نه دی.
د افغانستان د هوا پېژندنې ریاست د هېواد په ۸ ولایتونو کې د باران ورېدو او سېلابونو راوتو خبر ورکوي.
یو شمېر ډاکتران وایي، هغه کسان چې د کرونا ویروس جانسون واکسین یې تطبیق کړی، له شپږو میاشتې تېرېدو وروسته یې باید بیا ولګوي؛ ځکه چې واکسین د ناروغۍ او مړینې پېښې کموي.
مولوي محمدعمر خطابي د علماوو غونډې ته په خبرو کې د چارو په تړاو له اهل کسانو سره پر مشورو ټینګار وکړ، ویې ویل: «د اسلامي امارت کښتۍ باید وژغورل شي. کله کله د کښتۍ د نجات لپاره باید د هغې یوه تخته ماته شي. د ضرورتونو په بنیاد په احکامو کې تغیر راځي.»
د افغانستان نړۍوال بانک (AIB) استازي، د وروستۍ زلزلې زیانمنو ته ۱۰ میلیونه افغانۍ بېړنۍ بشري مرستې ځانګړې کړې او د سوداګرۍ او صنعت وزارت ته یې وسپارلې.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د هېواد په لسو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله ١٨ کسان مړه او ٢٠٠ نور ټپيان شوي دي.