ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طب‌ پوهان: «توسیلېزومب» د کرونایي ناروغانو سخت وضعیت کنټرولوي

د طب‌ پوهان: «توسیلېزومب» د کرونایي ناروغانو سخت وضعیت کنټرولوي

author avatar
27 Jul 2022 - 17:19
د طب‌ پوهان: «توسیلېزومب» د کرونایي ناروغانو سخت وضعیت کنټرولوي
author avatar
27 Jul 2022 - 17:19

کابل (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۱): د طب پوهان، د کرونا ناروغانو لپاره د «توسیلېزومب امپول» د اغېزناکتوب په اړه خپاره شوي مطالب تاییدوي او وايي، دا امپول د کرونایي ناروغانو لپاره د مرستندویه درمل په توګه کارول کېږي.

د «دکترتو» په نوم وېب‌سایټ د «اکټمرا یا ټېمزیوا او یا ټوسیلېزومب (tocilizumab) ننني درمل د کرونا درملنې لپاره له ډېرو د پام وړ درملو ګرځېدلي چې د کرونايي ناروغانو د خراب وضعیت په له منځه وړلو کې د پام وړ اغېز لري، تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی. خو دغه درمل څومره اغېز لري؟»

سرچینې لیکلي چې د طب برخې پوهانو په باور «اکټمرا» یا «ټمزیوا» درمل د کرونا ناروغۍ د عوارضو کمولو برخه کې ډېر اغېزناک دي. تر هغه بریده چې یاد درمل په ځینو سیمو کې د مړینې کچې د ۳۲ سلنې راکموالي لامل شوی دی.

د دکترتو له لوري د خپاره شوي مطلب په حواله، اکټمیرا درمل په اصل کې د «ټوسلېزوماب» درملو تجارتي نوم او بهرنی ډول دی او د هغه ایرانی ډول هم «ټمزیوا» نومیږي.

په ورته مهال، «ایمنا» خبري اژانس د «اکټمیرا امپول له هغه ډول درملو دی چې ویل کېږي د میکروب ضد خاصیت درلودو له امله د کرونا ویروس په درملنه کې ګټور واقع کېږي» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی دی.

په دغه وېب سایټ کې راغلي: «د ایمنا د راپور له مخې، اکټمیرا د معافیت سیسټم یو له منځه وړونکی درمل دی چې ډېری په ځوانانو کې د مفصلونو د روماتېزم او پراخه ایډیوپاتیک او په ماشومانو کې د شدید ارتریت په درملنه کې تر ګټه اخیستل کېږي.»

سرچينې ليکلي، خو د یادو درملو ډېر کارول د ایمني ناروغيو سبب ګرځي او د سرطان او کرونا ناروغیو په ګډون د ځینو ناروغیو پر مهال د بدن د نسجونو د تخريب لامل کېږي.

«بیټوټه» وېب سایټ د «د توسیلېزوماب « tocilizumab» درملو په اړه هر څه لیکل شوي» تر عنوان لاندې خپاره کړي مطلب کې لیکلي، توسیلېزماب د کرونا ویروس له امله د سږو د شدید میکروب په درملنه کې اغېزناک دي او له تطبیقولو څو ساعته وروسته،  د یادو درملو درملنې اغېزې راڅرګندیږي.

سرچينې ليکلي، د ترسره شوې څېړنې د پايلو پر بنسټ، «توسيلېزومب» درمل د کووېډ-۱۹ د ځينو سختو ناروغانو په بدن کې د «سايټوکين طوفان» په نوم د معافيتي سيسټم د سختو او غېر طبعي غبرګونونو په مخنيوي کې اغېزناک رول لوبوي.

د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته د «توسیلېزومب» ډېر پلور او د هغه د بیې لوړوالی

دا په داسې حال کې ده چې د کرونا ویروس د خپرېدو په پیل کې د توسیلېزومب د خرڅلاو کچه ډېره او بیه یې هم څو برابره لوړه شوې وه.

د کابل ښار په کوټه‌سنګي کې درمل پلورونکي نعيم‌حميدي پژواک ته وويل، د کرونا ويروس له خپراوي وروسته د توسيلېزومب امپولونو پلور ډېر شو او دا هغه درمل دي چې د التهاب درملنې لپاره کارول کېږي.

نوموړي زياته کړه چې دغه درمل په روغتون کې د کرونایي ناروغانو د درملنې لپاره کارول کېږي.

هغه وايي، دغه امپول چې سختو او ان د مړینې تر کچې رسېدلو ناروغانو لپاره ترې استفاده کېږي، د کرونا ویروس د خپرېدو په لومړیو کې د هغه بیه تر ۱۸زره افغانیو ورسېده، خو د کرونا ویروس په اوج کې چې د په دغه ویروس د اخته کسانو شمېر څو برابره لوړ شو، د دې امپول بیه تر ۵۰زره افغانیو لوړه شوه وه.

خو هغه وويل، اوس چې پر کرونا د اخته کسانو شمېر کم شوى، د توسيلېزومب د يوه امپول بيه شاوخوا ٢٠زره افغانيو ته رسېدلې ده.

د طب برخې پوهان: توسیلېزومب، مرستندویه درمل دي

د کابل ښار په افغان – جاپان روغتون کې د کرونا برخې د کیفیت د کنټرول مسوول او ټرېنر ډاکتر حشمت الله فیضي پژواک ته وویل چې دغه درمل کرونایي ناروغانو ته ورکول کېږي.

هغه زیاته کړه، که څه هم چې دا د کرونا اصلي درمل نه دي، خو د اغېزناکوالي له امله د کرونا د نښو کمولو لپاره د مرستندویه درمل په توګه کارول کېږي.

نوموړي زیاته کړه، یوازینی درمل دی چې د کرونا په ځانګړې توګه د سختو ناروغانو لپاره د توسیلېزومب امپور کارول کېږي او د ناروغۍ سخت وضعیت کنټرولوي.

فیضي زیاته کړه، له دغه امپول څخه د میکروبونو درملنې لپاره ډېره ګټه اخیستل کېږي، د کرونایي ناروغانو سږي میکروبي کېږي او دغه امپول میکروب له منځه وړي.

په ورته مهال، «خبر آنلاین» خبري سایټ د «د کرونا د ځینو سختو مواردو په درملنه کې نوې هیله / د ایراني درملو په مرسته د دې ناروغۍ د نښو نښانو نسبي رغېدل» تر عنوان لاندې خپاره کړي مطلب کې د ډاکتر کیانوش جهان‌پو په حواله لیکلي چې توسیلېزومب، د بدن د معافیت سیسټم تنظیمونکی دی.

هغه ویلي، دغه درمل د کرونایي ناروغانو لپاره کارول شوي او مثبته پایله یې هم ورکړې ده او پر یاد ویروس د اخته کسانو کرونایي نښې یې راکمې کړې دي.

Views: 111

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.