ژبه

تازه خبرونه
هغه چا چې جانسون واکسین تطبیق کړی، له شپږ میاشتې وروسته یې باید بیا ولګوي

کابل (پژواک، ۱۵ چنګاښ ۱۴۰۱): یو شمېر ډاکتران وایي، هغه کسان چې د کرونا ویروس جانسون واکسین یې تطبیق کړی، له شپږو میاشتې تېرېدو وروسته یې باید بیا ولګوي؛ ځکه چې واکسین د ناروغۍ او مړینې پېښې کموي.

کرونا ویروس شاوخوا درې کاله مخکې د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې خپور شو او په میلیونونه کسان پرې اخته او له امله یې مړه شول، وروسته په بېلابېلو هېوادونو کې طبي څېړونکي د دې خطرناکې او ساري ناروغۍ د درملنې او واکسین په لټه کې شول.

په یو شمېر هېوادونو کې ډاکټرانو د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځیني واکسینونه چمتو کړي چې ځیني يې دوه دوزه او د جانسون واکسین یو دوز تطبیقېږي.

هغه کسان چې د جانسون واکسین یې کړی، پوښتنه کوي، هغه کسان چې د جانسون واکسین یې اخیستی، د ټول عمر لپاره د کرونا پر وړاندې معافیت ترلاسه کوي او که نه؟

د کابل ښار د مکروریانو اوسېدونکی میرویس وایي: «نور واکسینونه چې وو، له لومړي دوز ۴۰ ورځې وروسته د هغه تقویتي دوز تطبیقېده، خو جانسون موږ یو دوز ترلاسه کړ، اوس نه پوهېږم چې موږ د هغه پر وړاندې د ټول عمر لپاره معافیت ترلاسه کړ او که نه؟»

هغه وايي، که بل دوز ته اړتیا وي، ایا اړینه ده چې د جانسون د کورنۍ واکسین او یا کوم بل ډول تطبیق شي؟

په ورته مهال، د کابل ښار د زمان خان کلا اوسېدونکى احمدشاه وايي، دا ډول معلوماتو ته اړتيا لري؛ ځکه چې شپږ میاشتې مخکې یې د جانسون واکسین لګولی و.

نوموړی اوس هم کرونا جدي ګواښ بولي او وایي، که بل دوز ته اړتیا وي، په دې اړه دې د عامې روغتیا وزارت اسانتیاوې رامنځته کړي.

په همدې حال کې په افغان – جاپان روغتون کې د کوويډ- ۱۹ ټرينر او د کیفیت د کنټرول مسوول حشمت الله فیضي وویل، نور واکسینونه په څلوېښتو ورځو کې دوه دوزه لګول کېږي، خو د جانسون واکسین په شپږو میاشتو کې یو ځل تطبیقېږي.

نوموړی وایي، یو کس د جانسون واکسین په تطبیقولو سره د شپږو میاشتو لپاره د کرونا ناروغۍ پر وړاندې معافیت ترلاسه کوي.

سرچینې سپارښتنه وکړه، هغه کسان چې شپږ میاشتې مخکې یې جانسون واکسین لګولی، باید دویم دوز یې چې هر ډول وي، ترلاسه کړي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي، هغه کسان چې شپږ میاشتې وړاندې یې د جانسون واکسین کړی، باید اوس یې هم ترلاسه کړي.

هغه زیاته کړه: «تر دې دمه د یادو واکسینونو له امله کوم جاجني عوارض نه دي ثبت شوي، موږ نه شو کولای څو ووایو چې د بېلګې په ډول د کوویډ- ۱۹ واکسین دې جانبي عوارض ولري، داسې عوارض چې د مړیني لامل شي، نه لري.»

هغه په ټینګار سره وویل چې هر څوک باید له شپږو میاشتو وروسته خپل واکسین نوی کړي.

ورته موضوع