ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

څېړنې: له کرونا رغېدلي تر څو میاشتو له رواني ستونزو او د لاس او پښو له دردونو سره مخ وي

څېړنې: له کرونا رغېدلي تر څو میاشتو له رواني ستونزو او د لاس او پښو له دردونو سره مخ وي

author avatar
21 Jun 2022 - 13:17
څېړنې: له کرونا رغېدلي تر څو میاشتو له رواني ستونزو او د لاس او پښو له دردونو سره مخ وي
author avatar
21 Jun 2022 - 13:17

کابل (پژواک، ۳۱ غبرګولی ۱۴۰۱): له کرونا پر رغېدلو کسانو ترسره شوې څېړې ښيي چې په دغو کسانو کې رواني ستونزې تر درېیو او د عضلاتو دردونه، د لاسونو او پښو بې­حسه یا اغزي اغزي کېدل تر لسو میاشتو پورې شتون لري.

د «له کرونا په رغېدلو کسانو کې اوږدمهاله رواني ستونزې راپیدا کېدل» تر عنوان لاندې د مهر خبري اژانس په خپاره شوي راپور کې د مډیسن نټ له قوله راغلي: «یوه نوې څېړنه ښيي چې د لاسونو او پښو درد، بې­حسه او اغزي اغزي کېدل ښايي له کرونا څخه له رغېدو اونۍ یا میاشتې وروسته رامنځته شي.»

په دغه راپور کې راغلي: «څېړونکو د واشنګټن پوهنتون په طبي څانګه کې د کرونا له ۱۵۵۰ کسانو ډېر ناروغان چې د دې ناروغۍ د خپرېدو په لومړیو کې د یوې لس میاشتنۍ دورې لپاره د کوويډ۱۹ ټسټونه ترې اخیستل کېدل، تر څېړنې لاندې ونیول. د دې څېړنې له مخې، په هغو کسانو کې چې د کوويډ۱۹ ټسټ یې مثبت و،  د لاسونو او پښو د دردونو، بې­حسۍ او اغزي اغزي کېدو د رامنځته کېدو احتمال تر هغو کسانو درې برابره ډېر و چې د کرونا ټسټ یې منفي و.»

دغه­راز یوه بله څېړنه ښيي چې د کوويډ۱۹ ناروغان له رغېدو وروسته له اوږدمهاله عصبي ستونزو سره مخ کېږي چې لږ تر لږه شپږ میاشتې دوام کوي.

مهر خبري اژانس د ډيلي ساینس له قوله لیکلي: «د لومړۍ دورې پایلو وښوده، په داسې حال کې چې ډېر ناروغان رغېدلي، خو ډېرو یې له شپږو میاشتو وروسته لا هم د عصبي ستونزو نښې درلودې. ځینو کسانو د همغږۍ او پېژندګلوۍ په برخو کې د لید وړ ستونزې درلودې چې مخکې نه وې تشریح شوې.»

په دې څېړنه کې راغلي: «د کرونا ویروس د خفیف او متوسطو عفونیتونو له مخې،  د ۲۰۲۰ د اکتوبر او ۲۰۲۱ د اکتوبر میاشتو ترمنځ، ۵۶ کسان چې د عصبي ستونزو نښې یې درلودې، د څېړنې لپاره وټاکل شول. هغوی یوه عصبي معاینه، د پېژندګلوۍ ارزونه او خپله د دوی له خوا چمتو شوي پوښتنلیکونه او یو اختیاري مغزي سکن، بشپړ کړ.

سرچینه لیکلي: «د لومړني وېزېټ پر مهال، د دې څېړنې ۸۹ سلنه ګډونوالو له ستړیا او ۸۰ سلنه د سر له درده شکایت درلود، نورې عصبي نښې د حافظې ګډوډي، بې خوبي او د تمرکز کموالی و.»

د افغانستان ډاکټران هم تاییدوي چې له کرونا ناروغۍ وروسته په رغېدلو کسانو کې تر څو میاشتو پورې عصبې، رواني او نورې ستونزې موجودې وي.

په افغان جاپان روغتون کې د کوويډ۱۹ ټرینر ډاکټر حشمت­الله فیضي پژواک ته وویل: «د کوویډ لانګ [اوږدمهاله کوويډ] په نوم یوه اصطلاح ده؛ کله چې کوویډ۱۹ له یوې میاشتې اوږد شي، نو د کوويډ لانګ اصطلاح ورته کاروي، کله چې یو کس کوويډ لانګ ته داخل شي، نو تنفسي ستونزې ورته پیدا کېږي او په بېلابېلو وختونو کې له نفس تنګۍ سره مخ کېږي، عصاب یې خراب وي او ډېر ژر غوسه کېږي.»

نوموړي زیاته کړه، هغه کس چې پر کرونا اخته دی او یا پر دې ناروغۍ د اخته کېدو په حال کې دی، د عضلو او پښتورګو د دردونو ترڅنګ یې ینه یا جیګر هم زیانمنېږي.

هغه د خپلو خبرو په دوام کې زیاته کړه: «د کوويډ۱۹ لویې ستونزې چې له شپږو میاشتو ډېر وخت نیسي، دا دي چې ناروغي لانګ ټایم [اوږدمهاله] شوې او د ناروغ سږي لانګ فایبروز شوي چې په دوامداره توګه باید له اکسېجنه کار واخلي او له اکسېجن پرته یې سږي کار نه شي ورکولی.»

هغه دغه­راز وویل، له رغېدو وروسته د کرونا منفي اغېزې دا دي چې د ناروغ روان له ګډوډۍ سره مخ کېږي او رغېدلی کس باید ارواپوه ډاکټر ته مراجعه وکړي.

د سرچینې په وینا، د کرونا ناروغانو بدن کمزروی کېږي چې دا چاره یې د عضلو د له منځه تلو لامل ګرځي.

هغه وايي: «د کوویډ۱۹ ناروغ ته خوب، سالم او قوي خوراکونه ډېر اړین دي او هغه کسان چې خوب نه لري، کولای شي د خوب له درملو کار واخلي او د بې اشتهایۍ د له منځه وړو لپاره هم د اشتها راوړونکو درملو ترڅنګ دې له مستو، ترشۍ او سرکې استفاده وکړي.»

په ورته وخت کې د وهاج خصوصي روغتون رییس ډاکټر محمدهاشم وهاج پژواک خبري اژانس ته وویل: «کله چې د یو ناروغ د کرونا ټسټ منفي کېږي، نو پر ناروغ خپلې منفي اغېزې لري، خو کله چې د ناروغ په وجود کې فعال ویروس له منځه ځي، نو په دې سره ناروغ هم ښه کېږي.»

نوموړي زیاته کړه، هغو چې د کرونا ناروغي یې تېره کړې، بدن یې کمزوری کېږي، ستړیا او کمزوري لري او اعصاب یې سم کار نه کوي او ښايي تر میاشتو دغه نښې په ناروغان کې شتون ولري.

د نوموړي په وینا، په عمومي توګه کرونا د هغه کس پر ورځنیو چارو له شپږو میاشتو تر یو کال پورې خپلې اغېزې پرېږدي، له دغو اغېزو د بوی او ذایقې حس نه­شتون تر یو کال پورې دوام کوي.

وهاج وايي: «له دغو نښو څخه د ښه والي لپاره یو شخص باید لومړی خپل ذهن ارام کړي او ودې وايي چې زه روغ یم او دویم باید په منظمه توګه سپورټ وکړي او درېیم بېلابېل خواړه وخوري، په ځانګړې توګه له مېوو او سبزیجاتو دې ډېره استفاده وکړي.»

هغه دغه­راز زیاته کړه، له ځینو شیانو دې لکه ګازلرونکي نوشابې، انرژۍ او سګرېټ چې زیان لرونکي دي، ډډه وکړي.

Visits: 109

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.