ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچینه: د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا له نوې څپې سره مبارزې ته چمتووالی لري

سرچینه: د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا له نوې څپې سره مبارزې ته چمتووالی لري

author avatar
22 May 2022 - 18:16
سرچینه: د افغانستان عامې روغتیا وزارت د کرونا له نوې څپې سره مبارزې ته چمتووالی لري
author avatar
22 May 2022 - 18:16

 

کابل (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د احتیاطي تدابیرو د نیولو خبر ورکوي چې ځینو کورنیو او بهرنیو رسنیو ویلي، ښايي نړۍ د کرونا ویروس  له یوې نوې څپې سره مخ شي.

د یادولو ده، کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ زېږدیز کال په وروستیو کې د چین په وهان ښار کې خپور شو او په لږه موده کې د نړۍ ډېری هېوادونو ته ورسېد.

د نړیوالو بنسټونو له لوري د وړاندې شوو شمېرو له مخې، تر اوسه پر دغه ویروس د نړۍ په کچه سلګونه میلیونه کسان اخته او ۶،۳ میلیونه کسان له امله یې مړه شوي دي.

دغه راز د یادولو ده چې د ۲۰۲۰ مېلادي کال په فبرورۍ میاشت کې، د دې ناروغۍ لومړۍ مثبتې پېښې په هرات ولایت کې ثبت شوې چې وروسته بیا په ټول هېواد کې خپره شوه.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له خوا د وړاندې شوو شمېرو له مخې، د کرونا ناروغانو شمېر له ۱۹۷زره کسانو اوړي او له امله یې تر اوسه ۷۶۰۰ کسان مړه شوي دي.

سره له دې چې په دې وروستیو کې د نړۍ په کچه د یادې ناروغۍ مثبتې پېښې کمې شوې، خو د دغه ویروس د نوې څپې په اړه د خبردارۍ راپورونه خپاره شوي دي.

بي.بي.سي فارسي، ۷ ورځې مخکې د کرونا ویروس د نوې څپې په تړاو د برېتانیا د مخکني لومړي وزیر د خبرداري په اړه راپور خپور کړی.

د بي.بي.سي فارسي پر فېسبوک پاڼه راغلي، د برېتانیا پخواني لومړي وزیر ګورډن براون، خبرداری ورکړی چې ښایي نړۍ د کرونا د بلې څپې له خپراوي سره مخ شي؛ ځکه چې بډایه هېوادونه نور له یادې ناروغۍ سره د مبارزې لپاره جدي نه دي.

په دغه راپور کې لیکل شوي، هغه چې اوس د روغتیا نړیوال سازمان سفیر دی، له کرونا سره مبارزه کې یې له بېوزله هېوادونو سره د بډایه هېوادونو پر نه همکارۍ نیوکه کړې ده.

سرچینه لیکي، براون د دې ترڅنګ چې خبرداری ورکړی چې په ټوله نړۍ کې د کرونا د بیا خپرېدو په صورت کې او ښایي د ویروس یوه ډېره وژونکې بڼه چې اقتصادي لګښتونه به یې خورا ډېر وي، له بډایه هېوادونو یې غوښتي چې د واکسینونو، معایناتو او کرونا درملنې بودجه زیاته کړي.

د راپور په حواله، براون له بي.بي.سي سره مرکه کې ویلي: «دا واقعیت چې په بېوزله هېوادونو کې د کرونا پر وړاندې یوازې ۱۱ سلنه کسان واکسین شوي دي، “ټکان ورکونکی” دی.» هغه وویل چې موخه دا وه څو په نړۍ کې ۷۰ سلنه خلک واکسین شي.

د یاد پوسټ په اړه د فیسبوک کاروونکو خپل نظریات وړاندې کړي دي.

د بي.بي.سي د یاد پوسټ په پای کې د جبار ترکمن په نوم یوه کس لیکلي: «ای وای؟ که په افغانستان کې د کرونا یا کووېډ(۱۹) د خپراوي بله څپه راڅرګنده شي. زموږ مملکت چې د بېوزلۍ، لوږې، تاوتریخوالي، و حشت له ډار او بېکارۍ سره مخ دی…. فقط خدای دې پر موږ رحم وکړي، ډېری خلک د هغه د درملنې توان نه لري، واقعاً زموږ د هېواد لپاره یو ټکان ورکوونکی خبر دی، مخکې له مخکې د یوه هېوادوال په توګه غوښتنه کوم څو له افغانستان سره د واکسینو مرسته وکړي.»

دغه راز «راډیو نشاط» پر خپل فېسبوک د مې په ۱۵مه د «د کرونا د مرګونې دلتا بڼې د بېرته راتلو په اړه د المان خبرداری» تر عنوان لاندې مطلب خپور کړی.

سرچینې لیکلي: «د کرونا ناروغۍ له کمېدو سره سره، د المان د روغتیا وزیر د اومېکرون نوې څپې او د ډیلټا د خطرناکې او وژونکې بڼې د بېرته راستنیدو د احتمال خبرداری ورکړ. کارل لاټرباخ وویل، دغه وبا نه ده ورکه شوې او له خلکو یې وغوښتل چې په الوتکو او ګڼه ګوڼه کې ماسک وکاروي.»

دغه راز راډیو فردا د غویي په ۲۶مه پر خپله وېبپاڼه د «په شمالي کوریا کې له کرونا خپراوي وروسته، د دغه هېواد مشر خپل پوځ ته د چمتووالي خبر ورکړ» تر عنوان لاندې مطلب کې لیکلي، په شمالي کوریا کې د کرونا خپرېدو په اړه له خبرداري سره هم مهاله، د دغه هېواد رهبر د کرونا په مخنیوي کې د نه بریالیتوب له امله د هېواد پر چارواکو نیوکه کړې او د یاد هېواد پوځ ته یې اوسني وضعیت ته د رسېدنې لپاره د چمتووالي فرمان صادر کړی دی.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: د کرونا ویروس له نوې څپې سره مبارزې ته چمتووالی لرو

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر له پژواک سره مرکه کې وویل، سره له دې چې اوس مهال پر کرونا د اخته کسانو شمېر دومره ډېر نه دی، خو دغه وزارت نوې څپې سره مبارزې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

نوموړي زیاته کړه: «موږ خپل چمتووالي لرو، که څه هم د ناروغانو شمېر کم دی؛ خو موږ هڅه کې یو، ‎څو د کووېډ-۱۹ خپلې برخي غني کړو؛ که کرونا نه وي او په راتلونکي کې کومه بله ناروغي راشي، موږ له  ورسره مبارزه وکولای شو.»

هغه څرګنده کړه، دغه وزارت هڅه کوي څو د ساري ناروغیو برخې پیاوړې کړي او له خپرېدونکو ناروغیو سره د مبارزې لپاره مخکې له مخکې امکانات او چمتووالی ولري.

سرچینې زیاته کړه، په عامې روغتیا وزارت کې په کافي اندازه تشخصیه کېټونه شته، مجهز لابرواتورونه جوړ او فعال دي.

هغه څرګنده کړه، په هر ولایت کې ۲۰۰۰ کېټونه او په مرکز که ۱۸زره ورته کېټونه موجود دي او هڅه کوي چې دغه شمېر زیات کړي.

نوموړي زیاته کړه: «دا مهال موږ کولای شو یوازې په مرکز کې په ۲۴ ساعتونو کې شاوخوا ۳زره نمونې معاینه کړو او اوس مهال په هر ولایت کې د ۱۵۰ ټسټونو ظرفیت لرو؛ په حوزوي روغتونونو کې په ۲۴ ساعتونو کې موږ په خپلو روغتونونو کې د ۵۰۰ ټسټونو ظرفیت لرو.»

سرچینه وایي، د هېوادوالو د عامه پوهاي کچې لوړولو لپاره، د پوهاوي پروګرامونه زیاتوي.

Visits: 113

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.