Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د کابل ښار په وزیر محمداکبر خان روغتون کې د ارتوپیدي برخې یوه متخصص پر شکستهبند د ماتو هډوکو درملنه زیان پېښوونکې بولي او له خلکو غواړي چې د هډوکو د سنتي درملنې پر ځای دې روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي.
یو شمېر ارواپوهان وايي، ماشومانو کې رواني اختلالات د هغوی پر وده جدي اغېزې درلودای شي او که درملنه یې ونه شي، ښايي خپله ماشوم، کورنۍ او ان ټولنې ته پر لویو ستونزو واوړي.
یو شمېر خلک وايي، د ځینو قیمتي غمویو لرونکو ګاڼو کارول د دې ترڅنګ چې ښکلا ورسره زیاتیږي، د نظر مخنیوی کوي او روغتیا بښونکي دي خو کارپوهان وايي، په دې اړه تراوسه کومه علمي څېړنه نه ده شوې.
د افغانستان د ټولګټو چارو وزارت مرستیال د وسپنې پټلیو نړۍوالې اتحادیې په ۳۴مه سیمهییزه ناسته کې د ګډون لپاره ترکیې ته ولاړ.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه وزارت سرپرست په کابل کې د ایران د ولسمشر له ځانګړي استازي او سفیر سره د مخې ښې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او سیمهییزو تحولاتو خبرې کړې دي.
که څه هم ډاکټران ماشوم ته تر دوه کلنۍ پورې د مور شیدې ورکول د مور او ماشوم دواړو روغتیا لپاره ګټور بولي خو ځیني میندې تر دې وخته خپل ماشوم ته شیدې نه ورکوي؛ ځکه فکر کوي چې دغه کار یې د بدن کمزوري کېدو، ژر زړېدو او د اندام خرابېدو لامل کېږي.
ډاکټران وایي، د هوا په سړېدو سره په ماشومانو کې تنفسي ناروغۍ په ځانګړي ډول سینهبغل ډېرېږي، کورنۍ باید پر سینهبغل د اخته ماشومانو له په خپلسري درملنې ډډه وکړي او پر دې ناروغۍ اخته ماشومان دې ژر روغتیایي مرکز ته انتقال کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، د روان کال له پیله تر اوسه څه باندې څلور زره معلولینو او د شهیدانو ورثهوو ته برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.
د نسایي ولادي متخصصین سپارښتنه کوي چې هره جوړه باید له واده مخکې خپلو ماشومانو ته د ارثي ناروغیو د لېږد د مخنیوي لپاره ډاکتر ته مراجعه وکړي او خپله وینه معاینه کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې تېره میزان میاشت په کابل ښار کې د زېږون څه باندې ۱۶ زره کارتونه وېشل شوي او له ۲۶ زره ډېرو کسانو ته د تذکرو د اصلاح او تایید خدمتونه وړاندې شوي دي.
د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې یې هېواد ته د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې د نږدې څلور زره بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي چې د دغه وزارت په رسمي بلنه د ازبکستان هېواد د دیني علماوو یو پلاوی کابل ته راورسېده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP