Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
اروزګان کې یو شمېر کروندګر روانې وچکالۍ اندېښمن کړي او وايي، که اورښتونه ونه شي فصلونه یې وچېږي او له حکومته غواړي چې د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د اغاجان په نوم د اوبو بند جوړ کړي.
ترینکوټ ښار کې پولیسو د غلا شوو موټرسایکلونو د بڼې بدلولو ځای کشف کړی او په تړاو یې دوه کسان نیولي دي.
د اروزګان چارواکو دغه ولایت کې د ټولو کورنیو او بهرنیو موسسو استازو ته سپارښتنه کړې چې له دې وروسته دې د عامه پوهاوي پروژې نه پلې کوي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګیزاب ولسوالۍ کې یو ځوان په ډزو وژل شوی دی.
د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د یوې سرګلولې چاودنې له امله یو ماشوم وژل شوی او د یوه ماشوم په ګډون دوه کسان ټپیان شوي دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ د وسلو او مهماتو یوه زېرمه کشف او ترلاسه شوې ده.
ځایي مسوولین وایي، د اروزګان په ګېزاب ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د ځمکې پر سر رامنځته شوې دېرش کلنه شخړه په سولهییزه توګه هواره شوه.
د اروزګان ولایت امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د یوه موټر چپه کېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د اروزګان امنیتي سرچينې وايي، تېره شپه د دغه ولایت په ګېزاب ولسوالۍ کې یوه ځوان چې پر نشهیي توکو روږدی و، ځانوژنه کړې ده.
ځايي مسوولین وایي چې د لغمان ولایت الیشنګ ولسوالۍ او د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې په دوو ترافیکي پېښو کې څلور کسان مړه شوي او څلور نور ټپیان دي.
د اروزګان امنیتي مسوولین وایي چې د بېلابېلو جرمنو په تور يې ۲۱ کسان نیولي دي.
سیمهییز مسوولین وایي، په غور ولایت کې له څه باندې ۲۷۰۰ کورنیو سره د خوراکي توکو او په اروزګان ولایت کې له زرو مالدارانو سره د حیواني خوړو مرسته وشوه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP