Username or Email
Password
Remember me
Lost your password?
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، د روانې اونۍ په پای کې به په لوګر ولایت کې د عینک مسو کان د استخراج عملي چارې پیل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي چې د عینک مسو کان د قراردادی شرکت نوي مشر د دغه وزارت د فرهنګ او هنر له معین سره په لیدنه کې ویلي چې د عینک مسو کان د کیندنې پروژه د تاریخي اثارو د خوندیتوب په پام کې نیولو سره پیلېږي.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې د امو سیند حوزه کې د شپږو نوو څاګانو په فعالېدو سره د نفتو ورځني استخراج کچه یو زر او ۳۵۰ ټنو ته لوړه شوې ده.
ننګرهار کې د شوکاڼي د استخراج او پروسس کاروباريان وايي، د شوکاڼي پر استخراج بنديز او د قراردادونو نه تمديد له امله یې فابریکې د تړل کېدو له ګواښ سره مخ دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، یوه روسي پانګوال د افغانستان د نفرایټ، لاجورد او مرمر کانونو برخه کې د پانګونې او ګډو استخراجي شرکتونو جوړولو لپاره لېوالتیا ښودلې ده.
د افغانستان کانونو او پټرولیم وزارت، له څلورو کورنیو شرکتونو سره د څه باندې ۱۰.۱۵ میلیارد افغانیو په ارزښت درېیو ولایتونو کې د څلورو لویو کانونو د استخراج او پروسس تړونونه لاسليک کړل.
د اقتصادي کمیسیون له خوا موظفې کمېټې د مس عینک پروژې د ژر پیل د نوې طرحې په اړه له قراردادي شرکت سره خبره کوي او په هېواد کې د مازون نفتو تصفیهخونې جوړولو ته پانګوال جذبوي.
د سرپل والي محمدیعقوب عبدالرحمن اکه د دغه ولایت د قشقري له نفتي څاګانو د لیدنې پر مهال ویلي چې د دغو څاګانو استخراج په ورځ کې له ۶۵۰ څخه ۹۰۰ ټنو ته لوړ شوی دی.
د کاپیسا ځایي مسوولین د دغه ولایت د تګاب ولسوالۍ د تورغونډۍ سیمې نفرایت ډبرو کان د لومړي او دویم بلاک د استخراج بهیر له پیلېدو چې قرارداد یې د پنځو کلونو لپاره له یوه خصوصي شرکت سره شوی، خبر ورکوي.
. . .
د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، «امسيسي» کمپنۍ له لورې د لوګر مسعینک کان د استخراج لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې چې په پلي کېدو سره به یې ډېر ژر عملي چارې پيل شي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن