Username or E-mail:
Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?
Click here to subscribe.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل او لبنان ترمنځ اوربند به د روان کال د فبرورۍ میاشتې تر ۱۸مې دوام ولري.
د راپورونو له مخې، نن د حماس او اسرائیل ترمنځ د بندیانو دویمه تبادله ترسره کېږي چې په ترڅ کې به یې ۲۰۰ فلسطیني وګړي د څلورو اسرایلیانو په بدل کې خوشي شي.
د الجزیرې د راپور له مخې، دا مهال د اسرائیلو په زندانونو کې لږ تر لږه ۱۰ زره او ۴۰۰ فلسطینیان بنديان دي چې له دې ډلې ۳ زره او ۳۷۶ تنه یې پرته له کوم تور یا محاکمې بندخونو کې ساتل کېږي.
د راپورونو له مخې، د اسرائیل د حکومت کابینې په غزه کې له حماس ډلې سره د اوربند هوکړه منظوره کړه.
د غزې روغتیا وزارت ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې د غزې پر تړانګه د اسرائیلو بریدونو کې ۳۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
تېره ورځ، غزه کې د اسرائیل په بریدونو کې د پنځو ماشومانو په ګډون ۴۹ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي پر سوریې د اسرائیل بریدونو پر ژر تر ژره درېدو ټینکار کړی او زیاته کړې یې ده چې دغه بریدونه د سوریي له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړونه ده.
د راپورونو له مخې، د غزې پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلو هوايي بریدونو کې د الجزیرې د یوه خبریال په ګډون لږ تر لږه ۵۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د غزې په بېلابېلو سیمو د اسرائیلو هوايي بریدونو کې ۳۵ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بښنې نړۍوال سازمان ویلي، اسرائیل په غزه کې له فلسطینیانو سره ناوړه او غیر انساني چلند کوي او هيڅ د بشري حقونو او انساني کرامت درناوی نه ساتي.
د راپورونو له مخې، تېره شپه د غزې په شمال کې د بېځایه شوو فلسطینیانو پر کورونو د اسرائیلي ځواکونو هوایي بریدونو کې د ۱۳ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
الجزیرې راپور ورکړی چې تېره ورځ په غزه کې د اسرائیلو په بریدونو کې ۱۴۳ تنه فلسطینیانو ژوند بایللی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP