Username or E-mail:
ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟
د ګډون لپاره کښېکاږئ.
نن سهار ځینو امریکایي رسنیو خبر ورکړ چې اسراةیل پر ایران برید کړی خو ایراني رسنۍ بیا د برید خبرونه ردوي او زیاتوي چې د دغه هېواد هوایي دفاعي ځواکونو د اصفهان ښار په فضاء کې درې کوچني ډرون ویشتلي دي.
د اسرائیلو د پوځ مشر پر ایران د برید څرنګوالي او وخت ته له اشارې پرته وايي، هېواد به یې د ایران د توغندیزو بریدونو ځواب ورکوي، خو ایران خبرداری ورکړی چې د اسرائیل د بیاځلې برید ځواب به سمدستي او قاطع ورکړي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر اسرائیلو د ایران برید مشروع دفاع بللې او د سیمې او نړۍ له موثرو هېوادونو یې غوښتي څو د اسرائیلو د جنایوتونو درولو په موخه خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
پر اسرائیلو د ایران بریدونو ته ځينو هېوادونو او د ملګرو ملتونو سرمنشي غبرګون ښودلی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د کړکېچ ختمولو غوښتنه کړې ده.
د امریکا ولسمشر وايي چې کېدای شي د ایران پوځ ډېر ژر پر اسرائیل برید وکړي، خو زیاتوي چې ایران به په دغه برید کې بریالی نه شي.
بلخ کې د ایران سرکونسل وایي، اسرائیل د داعش ډلې لپاره اسانتیاوې برابروي او مالي ملاتړ یې کوي.
د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وايي چې پر غزه د اسرائیل بریدونو له پیله راهیسې د اټکل له مخې لږ تر لږه ۱۷ زره ماشومانو خپلې کورنۍ له لاسه ورکړې دي.
ملګرو ملتونو اعلان کړی چې تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزه د اسرائیلي ځواکونو هوايي بریدونو کې ۱۶۲ فلسطینیانو ژوند له لاسه ورکړی دی.
د اسرائیلو دولت اعلان کړی چې له حماس سره په څلور ورځني اوربند او د برمته شوو په خوشي کولو سلا شوی دی.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن