د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو د نشهيي توکو او جرمونو د دفتر له عملیاتي رییس سره په لیدنه کې د نشهيي توکو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه تاریخي بللې او له نړۍوالو یې غوښتي چې افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت برابرولو برخه کې همکاري وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د قطر له شارژدافیر سره د دوه اړخیزو او سیمهییزو مسایلو او ډیپلوماتیکو اړیکو د کچې لوړولو په اړه خبرې کړې دي
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست له خپل قزاقستاني سیال سره په لیدنه کې ویلي، اوس د دې وخت رارسېدلی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته مثبت تعامل پر دوامداره او اوږدمهاله همکاریو بدل شي.
د جاپان حکومت، په افغانستان کې د پولیو د لهمنځه وړلو او د واکسین خدمتونو د پیاوړتیا لپاره له یونیسف سره پنځه میلیونه امریکايي ډالر مرسته وکړه.
د مسکو له لوري د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو وروسته ځینو روسي سیاحتي شرکتونو د دغه هېواد وګړو ته افغانستان ته د یوه اونیز سفر تبلیغات پیل کړي او تمه ده چې د سیلانیانو لومړۍ ډله د جولای میاشتې تر نیمايي افغانستان ته سفر وکړي.
د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په روان اوړي کې په افغانستان کې نږدې ۱۰ میلیونه کسان خوراکي مرستو ته اړتیا لري خو دغه بنسټ یوازې یو له میلیون کسانو سره مرسته کولای شي.
د ملګرو ملتونو د سازمان عمومي اسامبلې اعلان کړی چې نن (دوشنبه) د افغانستان د وضعیت په اړه ناسته کوي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال له اذربایجاني چارواکو غوښتي چې د باکو نړۍوالو بحري بندر له لارې دې د افغانستان صادراتو اسانتیاوې برابرې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري وایي چې افغانستان ته د کډوالو د ستنېدو بهیر له پراخېدو سره سم اړتیاوې مخ پر ډېرېدو دي او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د تمویل کچه لوړه کړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، د اسلامي امارت له لوري د ټاپ پروژې لار نقشه نهايي شوې او هڅه کوي چارې یې له کوم ځنډ او خنډ پرته پر مخ ولاړې شي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی وایي، د مسکو فارمټ راتلونکې غونډه به د روان میلادي کال په سپټمبر یا اکټوبر میاشت کې ترسره شي چې افغانستان به پهکې د یوه بشپړغړي په توګه ګډون وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې نړۍوال فدارسیون د آسیا پاسیفیک حوزې له رییس سره په لیدنه کې د ګډو همکاریو د دوام، د بشري مرستو زياتوالي او په افغانستان کې د روغتیایي مرکزونو د تمويل او تجهيز په اړه خبرې کړې دي.